د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

"د نړېوالو ځواکونو د پوځي وسایلو پر ویجاړولو اندېښنې"


افغان حکومت د نړېوال ائتلاف له خوا د نړېوالو ځواکونو د پوځي وسایلو او تجهیزاتو پر ویجاړولو جدي اندېښنه وښوده.

د نړېوال ائتلاف چارواکو مخکې ویلي و، چې دوي ځکه خپل پوځي وسایل او تجهیزات له منځه وړي چې په افغان ځواکونوکې د هغو د کارولو او ساتنې مسلکي ظرفیتونه نشته.

د ملي امنیت شورا مسوولو امنیتي ادارو ته دنده وسپارله چې په دې اړه د افغان حکومت اندېښنې د نړیوال ائتلاف چارواکو ته ورسوي.

د ملي امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې چې د ولسمشرحامد کرزي په مشري جوړه شوه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د انتقال د دوام ستاینه وشوه، خو په عین حال کې د نړېوال ائتلاف د ځواکونو پر وروستۍ پرېکړه چې غواړي خپل پوځي وسایل، تجهیزات او تاسیسات ویجاړ کړي، سخته اندېښنه وښودل شوه.

د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر په یوه بیان کې وايي، د ملي امنیت شورا غونډې د ناټو په مشرۍ د نړیوال ائتلاف پرېکړه چې؛ دلیل یې د دوي په وینا په افغان ځواکونو کې د مسلکي ظرفیتونو کمښت یا نشتوالی دی، غیر موجه او د اندېښنې وړ وبلله.

د نړېوال ائتلاف چارواکو له ډېرې مودې راهیسې ویل چې افغان امنیتي ځواکونه نشي کولای د نړیوالو ځواکونو له عصري وسایلو او تجهیزاتو کار واخلي او مراقبت او ساتنه یې وکړي ځکه دومره وړتیا او مسلکي ظرفیت نه لري.

د پوځي چاروکارپوهان په دې باور دي چې؛ نړېواله ټولنه اوس هم کولای شي افغان ځواکونو ته لازمه مسلکي روزنه ورکړې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې مسوولو امنیتي ادارو ته دنده وسپارل شوه چې؛ په دې اړه د افغان حکومت اندېښنې د نړیوال ائتلاف چارواکو ته ورسوي.

د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه وايي، د ملي امنیت شورا د دفاع، کورنیوچارو او مالیې وزیران او د ولسمشر د ملي امنیت سلاکارموظف کړل څو د نړیوالو ځواکونو د دې پرېکړې په اړه په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ له نړیوال ائتلاف سره خبرې وکړي او د ملي امنیت شورا د خپلو هڅو له نتیجو خبره کړي.

د بیان له مخې غونډې د مالیې وزارت ته دنده وسپارله څو د پوځي تاسیساتو د انتقال له مسوولو چارواکو سره د ناټو له ځواکونو څخه افغان حکومت ته د پوځي وسایلو او تجهیزاتو د انتقال د بهیر په اړه هره میاشت امنیت شورا ته راپور ورکړي.
XS
SM
MD
LG