د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

"افغانستان باید د م.م په امنیت شورا کې دموقتي غړیتوب چانس له لاسه ورنه کړي"


د مشرانو جرګې ځینې غړي د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د افغانستان موقتي غړیتوب مهم بولي او وايي، افغان دولت باید له دې چانس څخه د هند په ګټه تیر نه شي.

یو شمیر سناتوران وايي، چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان غیر دایمي غړیتوب یو ښه ګام دی؛ ترڅو په سیاسي، اقتصادي او نور برخو کې ورڅخه ګټه واخلي.

په دې اړه د یکشبنې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډې کې بحث وشو.

دوو سناتورانو علي احمد جمشیدي او غلام محمد فیضي په دې اړه وویل:

"له بده مرغه دا غوښتنلیک لغوه شوی؛ آیا دهند دولت مرستې دا ارزښت لري چې؛ موږ د دوستۍ اړیکو په خاطر د ملګروملتونو په امنیت شورا کې خپل غیر دایمي غړیتوب له لاسه ورکو.

افغانستان په ملګرو ملتونو کې د خپل غیر دایمې غړیتوب ځای هند ته ورکړ؛ نو باید د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه خپل ځواب مشرانو جرګې ته ورکړي؛ افغانستان باید د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې غړیتوب درلود؛ نو څه علت و چې، خپل ځای یې هند ته ورکړ."


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي او لس غیر دایمي غړي لري چې؛ هر کال یې پنځه غیر دایمي غړي نوي کیږي.

د نویو غړو انتخاب د هیوادونو د څلورو لویو حوزو په اساس کیږي.

د هند او افغانستان په ګډون درې پنځوس هیوادونه د اسیا پسفیک حوزې غړیتوب لري.

بل خوا د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زی وايي؛ چې د امنیت شورا غیر دایمي غړیتوب ته افغانستان په دوه زرو یوویشتم کال کې د اسیا پسفیک د حوزې له خوا د هند له کاندیداتورۍ نه ملاتړ کوي.

خو په خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه وویل؛ دا په دې معنی نه ده چې افغانستان به له هغې مخکې د امنیت شورا د غیر دایمي غړیتوب د ترلاسه کیدو لپاره هڅې ونه کړي:

"د افغانستان اسلامي جمهوريت د همکاریو د نږدې اړیکوپه اساس چې دهند سره یې لري د افغانستان دولت تصمیم ونیو چې؛ د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ میلادي کلونو کې د هند له کاندیدتوارۍ څخه ملاتړ وکړي؛ خو دا په دې معنی نه ده چې، موږ لیوالتیا نه لرو، بلکې موږ هڅه کوو چې له ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ میلادي کلونو کې له انتخاباتو څخه مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیتوب ترلاسه کړو."

افغان دولت تل هند یو له خپلو ډیرو نږدو دوستانو څخه بللی دی.
هند له افغانستان سره له لویو مرسته کوونکو هېوادونو څخه ګڼل کیږي چې؛ په تیرې څه باندې یوه لسیزه کې یې شاوخوا دوه ملیارده ډالره مرسته کړې ده.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG