د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

"رایه د سولې لپاره"


دغه یو ورځينی سيمینار په افغانستان کې د مختګ ادارې له لورې د یکشنبې په ورځ د جلال اباد ښار په سپین غر هوټل کې ترسره شو، چې د ولایتي چارواکو په ګډون د نظر یو شمېر خاوندانو هم په کې برخه اخیستي وه.

د مختګ ادارې مشر ډاکټر محمد حلیم فدايي وویل، دا، چې ټاکنې د یوه هېواد د پرمختګ لپاره ډيرې مهمې دي نو په همدې خاطر يې دغه غونډه رابللې، چې په دې کې د نظر خاوندان د ټاکنو کمیسیون سیمه ييزو چارواکو سره خپلې سالمې سپارښتنې شریکې کړي:

"ټاکنې ډیره مهمه ملي موضوع ده او د هېواد سرنوشت ورپورې تړلی دی، نو ځکه نن موږ په ننګرهار کې دغه سيمينار دایر کړ، چې په دې کې والي صاحبان، استادان، د مدني ټولنو غړي او نور د ټاکنو کمیسیون او پالیسې جوړوونکو ته خپلې سپارښتنې ورکړي"

بل خوا د ننګرهار ولایت مرستیا محمد حنیف ګرديوال په یاد سيمينار کې وويل، چې سوله او ټاکنې یو بل سره تړلې کلیمې دي.

دوی وايي، چې که چيرې هېوادوال په ټاکنو کې برخه واخلي نو د هېواد راتلوونکی به روښانه وي:

"څرنګه، چې د دې غونډې عنوان دی رایه د سولې لپاره دا واقعي خبره ده،که خلک په ټاکنو کې برخه واخلي او خپله رایه ورکړي نو راتلوونکي کې به ښه روښانه افغانستان ولرو"

په دغه سيمينار کې د مدني ټولنو غړو،استادانو او یو شمېر نورو د نظر خاوندانو راتلوونکو ښو ټاکنو د ترسره کیدو لپاره خپلې سالمې لارښوونې له سيمه ييزو چارواکو سره شریکې کړې.
د ډيرو ټینګار پر دې و،چې راتلوونکې ټاکنې باید شفافه ترسره شي او دې کار لپاره عامه پوهاوي ته ډيره اړتیا ده.

د مختګ ادارې د معلوماتو له مخې دوی په پام کې لري،چې دغه ډول غونډې د هېواد په نورو لویو ولایتونو کې هم ترسره کړي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG