د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

لوګر : د ميس عينک پروژه د سياست ښکار شوې


تېره ورځ په لوګر کې د عينکو د ميسوکان پروژې په اړه د افغانستان د معدن او پطروليم وزارت لوړ پوړي هيت، لوګر ولايتي ادارې او د سيمې اوسېدونکو د رسنيو له لوري د يادې پروژې په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم وبلل او د ګڼو رسنيو استازيو ته يې په سيمه کې د کار او فعاليت ورښودلو ترڅنګ وويل چې؛ د دغې پروژې کارونه سره له ځينو خنډونو له پلان سره سم په مخ روان دي.

تېره ورځ د افغانستان د کانونو او پطروليم وزارت او لوګر ولايتي چارواکو د يوې غونډې په ترڅ کې چې د عينکو ميسو کان په ساحه کې جوړه شوې وه، په رسنيو کې د عينکو ميسو کان په اړه خپاره شوي معلومات ناسم وبلل.

د کانونو او پطروليم وزارت تخنيکي او مسلکي معين انجنر نصير احمد دراني وويل هغه راپورونه چې په تېرو دوو اونيو کې د ډليزو رسنيو له لارې خپاره شوي دي چې د عينکو ميسو کان پروژه ناکامه شوې، ناسم دي.

ده وويل، ساحې ته د ميډيا د استازو ورغوښتلو يوازينی هدف او موخه په سيمه کې د روانو کارونو او پرمختياوو څرګندول او نړيوالو ته دا ورښودل دي چې د دوی د پروژې کارونه له پلان سره سم پر مخ ځي.

د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې دراني په رسنيو کې ټولې خپرې شوې خبرې رد کړې او ويې ويل: دا پروژه چې له چينايانو سره يې قرارداد شوی دی عملاً ترکار لاندې ده، او په خپله چينايان په کار بوخت دي، دلته يې کورونه او د کار دفترونه موجود دي:

”اوازې دي چې د معدن ميس عينک ولوېده چينايان ووتل، معدن کاري ودرېده، اول خو دا ده چې دلته چنيانان هم شته، کورنه يې هم شته او دا دی تاسويې وينئ چې کارونه روان دي او دلته د باستاني اثارو کندن کاري روانه ده، ځکه کارونه ځنډېدلي دي.“

ده دا هم وويل، په دې پروژه کې پرتې ټولې ستونزې يې وار په وار هوارې کړې دي، خو اوس چې له کومې لويې ستونزې سره مخ دي هغه د لرغونو اثارو موندل او په مسلکي ډول کندن کاري ده.

د لوګر والي نيازمحمد اميري بيا د يادې پروژې د شوي قرارداد نيمګړتياوو ته په اشارې وويل چې که چېرته په قرارداد کې د کار پر مهال د لرغونو اثارو د موندل کېدو او په سيمه کې د پخوانيو وختونو څخه راپاتې وخت ماينونو ته اشاره شوې وی، ښايي دا پروژه له داسې خطر سره نه وی مخ شوې.

نوموړی د دې کارونو د ځنډېدو يوازينی لامل په سيمه کې د لرغونو اثارو په زياته پيمانه پيدا کېدل او د پخوانيو وختونو څخه په ځمکه کې خښ شوي ماينونه ګڼي :

” لويه موانع چې مخکې له قرارداده په نظر کې نه وو، نيول شوی او تصادفي پيدا شو هغه د باستاني اثارو پيدا کېدل دي او د ماينونو کار هم مخکې په پام کې نه وو نيول شوی، اوس هم کسان لګيا دي او پخواني ماينونه پيداکوي او په دې سره به ستونزې هوارې شي “

د عينکو ميسو کان د پروژې د ستونزو د هواري په اړه جوړه شوې غونډه کې د لوګر ولايتي شورا ريس عبدالولي وکيل وويل چې دغه پروژه د بهرني سياست ښکار شوې، نه د کارونو د ضعيف والي، دی وايي :

” مارکبوډن د ملل متحد خاص نماينده معاوين ده او هغه په ولايتي مجلس کې چې داسې يو مجلس وو چې مطبوعات هم موجود وو، چې د ميس د مارکېټ خبره يې وکړه او په چينايانو يې ورواړوله، دا د افغانانو خبره نه ده، موږ ولايتي اداره د چين د خلکو له سرمايه ګزارۍ نه مننه کوو، دا تبليغات د مطبوعاتو هم نه دي، دا له سياسي لحاظه له بل ځای نه را ادرس کيږي دا د افغانانو نه دي “

دا غونډه په داسې حال کې جوړيږي چې څو ورځې مخکې په نړيوالو او کورنيو رسنيو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د عينکو ميسو کان پروژې کارونه په نړيوال بازار کې د ميسو د بازار کموالي له امله په ټپه درېدلي او چينايان غواړي د دغې پروژې کارونه ودروي.

د يادونې وړ ده چې په سيمه کې له روانو تخنيکي چارو او د چارواکو له نظرونو داسې برېښېدله چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې به د دې پروژې کارونه تر ډېره مخکې لاړ شي.

راپور – داود تپان- لوګر
XS
SM
MD
LG