د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۵

فهیم: راروان انتخابات کولای شي زموږ د هېواد راتلونکی وټاکي


د ولسمشرکرزی لومړي مرستیال د افغانستان د جمهوري ریاست را روان انتخابات مهم وبلل او له ټولو خلکو یې وغوښتل چې، په دې انتخاباتو کې ګډون وکړي.

مارشال محمد قسیم فهیم د شنبې په ورځ ولسي جرګې ته د پنځو کاندیدو وزیرانو د معرفي کولو پر مهال ډاډ ورکړ چې؛ افغان حکومت او امنیتي ارګانونه د ښو انتخاباتوترسره کېدو ته پوره تیاری لري.

هغه له ټولو خلکو وغوښتل، څو د خپل راتلونکي زعیم دانتخاب لپاره د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون وکړي.

"موږ په راتلونکي کال کې د جمهوري ریاست انتخابات لرو چې؛ دغه انتخابات زموږ د هیواد او خلکو لپاره ډیر اهمیت لري ځکه کولی شي، د هیواد راتلونکې وټاکي.

موږ په خپلو ټولو امکانانو هڅه کوو څو دغه انتخابات په سمه توګه ترسره شي.
دا د ټولو خلکو دنده او مسوولیت هم ده څو له دې پروسې ملاتړ وکړي."


ښاغلي فهیم دغه خبرې ولسي جرګې ته د بهرنیو چارو، کانونو او پطرولیمو، سوداګري او صنایعو، اوبو او انرژۍ او له مخدره موادو سره د مبارزې د کاندیدو وزیرانو او د سترې محکمې دغړیتوب لپاره د دوو کاندیدانو د معرفي کولو پرمهال وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت ته ضرار احمد مقبل، له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت ته دین محمد مبارز راشدي؛ د کانونو او پطرولیمو وزارت ته محمد اکبر بارکزی؛ د اوبو او انرژۍ وزارت ته محمد عارف نورزی او د سوداګری او صنایعو وزارت ته محمد شاکر ګارکر نومول شوي.

دغه کاندیدان له شاوخوا دوه میاشتو راهیسې، له کله نه چې پخواني وزیران د جمهوري ریاست څوکۍ اویاهم د کاندیدانود مرستیالانو په توګه معرفي شول؛ د سرپرست وزیرانو په توګه کار کوي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال انجنیرسید اکرام آزادي راډیو ته وویل؛ ټاکل شوې ده، دې کاندیدانو ته د چهارشنبې په ورځ د باور یا عدم اعتماد رایې ورکړې شي.

د ولسمشرکرزي لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم ولسي جرګې ته د وزیرانو د معرفي کولو په غونډه کې وویل؛ افغانستان په حساس پړاو کې دی او اوسنیو شرایطو کې هر ډول تیروتنه به د بحران د رامنځ ته کېدو لامل وګرځي.

هغه وویل، چې د ټولو چارو د ښه پر مخ بوولو لپاره باید د دولت د درې ګونو قواوو ترمنځ همآهنګي موجوده وي.

"که د چېرې د دولت د درې ګونو قواوو ترمنځ همغږي او همکاري موجوده وي، ټول کارونه په سمه توګه ترسره کیدی شي.

افغانستان په ډیرو حساسو شرایطو کې دی چې؛ په کارونو کې هر ډول تیروتنې او همغږۍ نه شتون به د دې لامل شي چې؛ هغه له خطرناک بهران سره مخامخ کړي. نو لازمه ده چې، د افغانستان د ټولو ارګانونو تر منځ په بشپړه توګه همغږي موجوده وي."


محمد قسیم فهیم وویل چې، په هېواد کې هغه وخت موجودې ستونزې پای ته رسیدې شي چې؛ ټول خلک په اصولو عمل او یو بل ته درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې؛ مخکې تر دې یو شمېر کتونکو هم ویلي چې؛ د دولت د درې ګونو قواوو تر منځ لازمه هماهنګي نشته او همدا کار به په سیاسي؛ ټولنیزو او نورو چارو کې د افغان حکومت د پرمختګ مخه ونیسي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG