د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

افغانستان د ریل پټلۍ د نړېوالې ټولنې غړیتوب واخیست


د فواید عامې وزارت د ریل پټلۍ په نړېواله ټولنه کې د افغانستان غړیتوب ګټور بولي او وایي چې؛ له دې سره به سیمې او نړۍ ته د سوداګریزو موادو د انتقال زمینه برابره شي.

د دې وزارت تخنیکي مرستیال نورګل منګل ازادي راډیو ته وویل چې؛ له دې سره په هغو هېوادونو کې هم د افغانستان د ترانزیت ستونزه هواره شي چې د دې ټولنې غړیتوب لري.

د فواید عامې وزارت مسئولین وایي چې؛ د ریل پټلۍ په نړېواله ټولنه کې د غړیتوب ترلاسه کول به وکولای شي چې په افغانستان کې د پټلیو د جوړیدو کارونه چټک او دې برخې ته د نړیوالو پام را جلب شي.

د دې وزارت تخنیکي مرستیال نورګل منګل وایي چې؛ افغانستان دا مهال د سیمې او ګاونډ په یو شمېرهېوادونو کې ترانزیتي ستونزې لري، خو زیاتوي چې د دې ستونزو د هواري لپاره د یادې ټولنې غړیتوب ګټور دی.

ښاغلي منګل د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې؛ د ریل پټلۍ په نړېواله ټولنه کې غړیتوب اخیستل به په افغانستان کې د ریل پټلۍ اهمیت او اعتبار زیات کړي:

"په دغه عضویت کې موږه په تخنیکي مسایلو د خط اهن، په ترانزیتي مسایلو د خط اهن، تعین د عمده ستیشنونو او دا چې له کومو کودونو څخه په استفادې بهرنیو ملکونو ته مالونه په اسانه لیږدول کیږي، ټول اوسني او راتلونکي مشکلات موږ کولای شو د دې سازمان له لارې حل کړو.

کوم خنډونه چې لرو هغه به د عضوه مملکتونو په زریعه حل کړو، دا ټولې هغه ښیګڼې دي چې موږ یې د دې سازمان له لارې حاصلولی شو او مونږ به آینده کې د تجارت په انتقال کې مشکل ونه لرو."


افغانستان یوه اونۍ وړاندې د دیسمبر په دولسمه نیټه په پاریس کې د ریل پټلۍ د نړېوالې ټولنې په درې اتیایمه غوڼده کې د دې ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ.

په افغانستان کې اوس مهال د حیرتان بندر او مزار شریف ترمنځ پنځه اویا کیلو متره پټلۍ فعاله ده او له اسلام قلعه بندرڅخه تر هراته پورې ۱۲۴ کیلو متره پټلۍ د جوړیدو په حال کې ده.

افغانستان څه باندې پنځه کاله وړاندې د کریک سازمان غړیتوب هم ترلاسه کړی او دا سازمان غواړي چې؛ د جنوبي او مرکزي اسیا هیوادونه د افغانستان له لارې د ریل پټلۍ او سړکونو په وسیله سره وصل کړي.

افغانستان پلان لري چې په راتلونکې کې د تورخم ، کابل او شیرخان بندر له لارې له تاجکستان او چین سره اود هرات، بادغیس او حیرتان له لارې له روسیې او اروپا سره د سړکونو او پټلیو په وسیله وصل شي.

د فوایدی عامې وزارت وایي چې په دې لارو کار روان دی، خو معلومه نه ده چې څه وخت به یې کار پای ته ورسیږي.

اقتصادي کارپوهان هم د ریل پټلۍ په نړیواله ټولنه کې د افغانستان غړیتوب ګټور بولي خو وایي چې افغان حکومت باید په دې برخه کې ډیره پانګونه را جلب کړي.

تاج محمد اکبر په دې اړه وایي:

"صرف دا نه دی چې عضویت واخیستل شي، باید زیربنا تائمین شي، په دې معنې چې د اوسپنې خط باید په افغانستان کې احداث شي، دا باعث ددې ګرځي چې سطحه د کار موندنې لوړه شي او بلاخره رشد اقتصادي ته زمینه برابره کړي، له دې لارې په افغانستان کې سیاسي، اقتصادي او امنیتي ثبات تائمیندای شي."

دا مهال ۲۰۴ هیوادونه د ریل پټلۍ د نړیوالې ټولنې غړیتوب لري.

افغان حکومت وایي، تر ۲۰۲۵ م کال پورې به په ټول افغانستان کې نږدې درې نیم زره کیلو مټره د ریل پټلۍ جوړه شي.

خو په ورته وخت کې داسې اندیښنې شته چې که د هیواد امنیتي شرایط ښه نه شي، ممکن دا پلانونه دکاغذ پرمخ پاته شي.

راپور: اسدالله "لودین"
XS
SM
MD
LG