د امریکا یوه غیردولتي ټولنه وایي چې؛ په ۲۰۱۴میلادي کال کې به دولس افغانان د حقوقي او عدلي زده کړو لپاره دې هېواد ته بوځي.
د افغانستان له عدلي سیستم سره د امریکا د عوامو کمک په نوم ټولنه وایي چې؛ دوي راتلونکې اونۍ له هغو کسانو څخه ازموینه اخلي چې د دوي تحصیلي بورسونو ته کاندید شوي دي.
د امریکا دا غیر دولتي ټولنه وایي چې؛ د دې پروګرام هدف یې د افغانستان د عدلي او قضایي سیستم پياوړي کول دي او غواړي چې افغانان د امریکا له قانون پوهانو څخه تجربې ترلاسه کړي.
د دې ټولنې مسئول پیټر ګروین د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې؛ بریالي محصلین به د امریکا په سټن فرد پوهنتون کې د یوه کال لپاره عدلي او قضایي زده کړې کوي:
"موږ له افغانانوسره مرسته کوو ترڅو ځانته یوه ښه ټولنه جوړه کړي، موږ په دې باور یو چې؛ که د افغانستان قضایي سیستم پیاوړی شي، د یوې روښانه راتلونکې سبب به شي، موږ د افغانستان هغه ځوانان مشخصوو چې غواړي خپل ژوند د قانون پوهنې په برخه کې تیر کړي، موږ دوی امریکا ته بیا یو ترڅو زده کړې ترلاسه کړي، مونږ نوي سکالرشیپونه اعلان کړي، له اتیاوو څخه زیاتو داوطالبانو له مونږ څخه غوښتنه کړې، موږ له دوه څلویښتو کسانو آزموینه اخلو او دولس کسان ټاکو چې امریکا ته راشي."
د ۲۰۱۴ کال بریالي ځوانان به د همدې کال په جولای میاشت کې امریکا ته ځي.
د امریکا دې غیر دولتي ټولنې په ۲۰۰۸میلادي کال کې دا پروګرام پيل کړی او تر اوسه څلوریشتو افغانانو د همدې پروګرام له لارې په امریکا کې عدلي زده کړې کړي دي.
دا ټولنه هر کال شااوخوا لس هغه کسان امریکا ته بیایي چې د افغانستان په قضایي سیستم کې کار کوي.
دا ټولنه اتیا فیصده بودجه د امریکا له شتمنو او سوداګرو څخه اخلي او شل فیصده نوره بودجه ورته د امریکا حکومت ورکوي.
د ټولنې مسئول وایي چې؛ دوي به راتلونکو کلونو کې هم په افغانستان کې دا پروګرام جاري وساتي او د علاقې وړ کسان کولای شي ددې ټولنې د ویب سایټ له لارې خپل غوښتن لیکونه دوی ته ولیږي.
FPJRA.org د دې ټولنې رسمي ویب سایټ دی.
له همدې پروګرام څخه فارغ شوي ځوانان هم وایي چې؛ د امریکا په سټن فرد پوهنتون کې حقوقي زده کړې ورته ډیرې ګټورې وې.
نقیب احمد خپلواک چې؛ په کابل کې د افغان امیریکن پوهنتون د حقوقو استاد دی تیر کال له همدې پروګرام څخه فارغ شوی:
"دا واقعآ له زده کړې نه ډکه تجربه وه زما لپاره، قانون پوهان چې هلته ځي، ډیر شیان ترلاسه کولای شي، د مثال په توګه دا زده کوي چې څنګه کولای شو له اختلاس او اداري فساد سره مبارزه وکړو، ترڅو خلکو ته ښه خدمات وکړو، موږ کولای شو له امریکا څخه زده کړو چې څنګه دوی دې حد ته راورسیدل، ډیر څه شته چې زده یې کړو او کرار کرار د عدالت او د قانون د ټینګښت په لور قدم واخلو."
دې پروګرام ته د بریالیو افغانانو ټول مصارف د امریکا همدا غیر دولتي ټولنه په غاړه اخلي.
له امریکا سر بیره دا مهال ډیر افغان محصلین په اروپایي او آسیایي هیوادونو کې په بیلابیلو زده کړو بوخت دي.
اکثره افغانان هم په بهر کې زده کړې ګټورې بولي او وایي که حکومتي کارکوونکي د نورو هیوادونو له تجربو څخه ګټه واخلي، هیواد به پياوړی او اوسنی اداری فساد به هم له منځه ولاړ شي.
راپور: اسدالله "لودین"