د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۸

د ارزګان په "ده یک" کې د دوو میرمنو جسدونه وموندل شول


د ارزګان مرکز ترینکوټ ته څیرمه د ده یک سیمې په دښته کې د دوو ښځو جسدونه د چهارشنبې په ورځ ماسپښین وموندل شول.

د ارزګان د والي ویاند عبداله همت ازادي راډيو ته د دغو وژل شویو میرمنو په اړه وویل:

"یوه یې ښوونکې وه چې ملالۍ نومیده او د سرورې په نامه ښوونځي کې یې وظیفه لرله.

دوهمه یې فیرزوه نومیده او دا په امنیه قومانداني کې پولیسه وه چې دوې ورځې مخکې تر دې چې جسدونه یې پیدا شي له خپلې کورنۍ ترې تم شوې وې."

په ارزګان کې د چارواکو په وینا د دغو دوو میرمنو د کورنۍ غړیو د دې لپاره چې څوک خبر نه شي موضوع پټه ساتلې وه او پولیسو ته یې هم خبر نه و ورکړی.

د ملالۍ او فیروزې د وژلو په اړه د والي ویاند همت وایي:

"دوي د نامعلومو وسله والو له خوا لومړی د رسۍ په واسطه زندۍ شوې دي او بیا پرسرونو پر ډزو ویشتل شوې دي."

تر اوسه د دې پیښې مسوولیت چا په غاړه نه ده اخیستې او امنیتي چارواکي په رزګان کې وایي چې دوی د پیښې تحقیقات کوي څو معلومه شي چې دا دوې ښځې څرنګه وژل شوې دي خو مخکې تر دې د افغانستان په مختلفو سیمو کې کې پر ښځینه پولیسو طالبانو بریدونه کړي و او د نجونو له تعلیم سره دوی مخالفت کوي.

په جنوبي ولایتونو کې یو شمیر ښوونځي هم طالبانو سوځولې دي.

په خپله طالبانو د دغو دو میرمنو د وژلو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دې ویلي.
XS
SM
MD
LG