د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۱

مجددي: له امریکا سره تړون نه لاسلیکول د ملي منافعو په تاوان دي


د حضرت صبغت الله مجددي په مشری د افغانستان د نجات ملي جبهه وایي چې؛ له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند نه لاسلیک کول د د دې هېواد د ملي منافعو په تاوان او د مشورتي لویې جرګې پریکړو ته بې احترامي ده.

د صبغت الله مجددي په مشري د افغانستان د نجات ملي جبهه وایي چې؛ له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون په لاسلیک کولو کې د ځنډ د رامنځ ته کیدو دلیل دا دې چې ولسمشر کرزی غواړي په قدرت کې د خپل ټیم د پاتې کیدو لپاره د امریکا ملاتړ وکړي.

د دې جبهې عمومي منشي ذبیح الله مجددي د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې؛ د دې سند نه لاسلیک کول د هېواد د ملي منافعو په تاوان دی.

ذبیح الله مجددي له ولسمشر کرزي نه وغوښتل چې؛ د مشورتي لویې جرګې پریکړو ته په احترام دغه سند ژر لاسلیک کړي:

"ټول د دې سند لاسلیک کول ضروري بولي، له بده مرغه چې ولسمشر کرزی د دې سند د لاسلیک کولو په برخه کې بې ځایه ځنډ راولي چې؛ دا کار د هېواد د ملي منافعو په تاوان ده.

دا یوه بهانه ده، ځکه ولسمشر غواړي د خپل ګروپ لپاره له امریکا نه ملاتړ ترلاسه کړي.

ولسمشر کرزی باید د مشورتي لویې جرګې پریکړو ته په احترام هر څومره ژر چې کیږي دغه سند لاسلیک، د پلي کولو قانوني لارې یې پوره او زموږ د ملت اندیښنې ختمې کړي."


د افغانستان د نجات ملي جبهې مشر حضرت صبغت الله مجددي چې؛ د مشورتي لویې جرګې مشري یې هم کوله، د مشورتي لویې جرګې په وروستۍ ورځ وویل چې؛ که ولسمشر کرزی دغه سند ژر لاسلیک نه کړي نو هغه به هېواد پریږدي.

دا مهال صبغت الله مجددي له هېواد بهر دې، خو د ګوند غړي یې وایي چې؛ نوموړې د درملنې لپاره له هېواده بهر تللې دې او بیرته به راستون شي.

دا په داسې حال کې ده چې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د دوشنبې په ورځ له اې بي سي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، دا تړون د جمهوري ریاست له انتخاباتو وروسته هم لاسلیک کیدای شي.

خو له دې مرکې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې مري هارف بیا وویل چې؛ متحده ایالات غواړي دغه سند ژر لاسلیک شي.

مېرمن هارف وویل، په دې برخه کې د امریکا په دریځ کې بدلون نه دی راغلی او له ولسمشرکرزي سره به په دې اړه چې دا تړون څنګه ژر تر ژره لاسلیک شي، بحثونه دوام وکړي.

خو ولسمشرکرزې بیا تل د افغانستان په شرطونو ټینګار کوي او وایي چې؛ د افغانانو د کورونو تالاشي د افغانستان حاکمیت تر پښو لاندې کول دي چې امریکايي ځواکونو باید دا کار بند کړي.

هغه همدا راز ویلي، که د دې سند په نتیجه سوله رانشي نو دا تړون به د افغانستان په خیر نه بلکې په شر وي.

په ورته وخت کې د سمون او بدلون لپاره د ځوانانو شبکه د دې سند په هکله په ولسمشرکرزي د فشارونو راوستل د هېواد د ملي منافعو په تاوان بولي.

دې ټولنې د سې شنبې په ورځ یوه پریکړه لیک خپور کړې. پریکړه لیک د دې شبکې د رییس د مشرمحمد سنګر علي زاده له خوا ولوستل شو:

"په داسې حال کې چې د امنیتي سند په لاسلیک کولو ټینګار کوو، خو بل خوا د تړون د لاسلیک کولو په موخه په ولسمشر د فشار زیاتولو لپاره د رسنیو کړنې د افغان ملت او د هیواد د ملي ګټو لپاره ګټورې نه بولو.

د دې تړون لاسلیک کول ارامې فضا ته اړتیا لري او د رسنیو له خوا د لانجمنې فضا رامنځ ته کول به د تړون په لاسلیک ناوړه اغیز وکړي."


تر دې مخکې هم یو شمېرسیاسي ګوندونو، د مدني ټولنو غړیو او د ملي شورا یو شمېر غړیو هم له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند په ژر لاسلیک کیدو ټینګار کړې دی.

دوی وایي چې؛ د دې سند په لاسلیک کولو کې د ځنډ راوستل به د هیواد په سیاسي، اقتصادي او امنیتي حالت ناوړه اغیز وکړي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG