د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۲

ملي ارمان: سږ کال ژمی طالبان رخصتي نه لري


په ژمي کې امنیتي وضعیت او راتلونکي انتخابات د کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو د تحلیلي مطالبو مهم ټکي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې خپله سرمقاله تردې سرلیک لاندې کښلې: سږ کال ژمی طالبان رخصتي نه لري.

په سرمقالې کې راغلي د تیرو کلونو برعکس سږکال طالبانو هوډ کړی چې؛ جګړې په ژمي کې هم جګړې ته دوام ورکړي او قومندانان یې پاکستان ته وانه وړي.

ملي ارمان پرته له دې چې؛ سرچینه ذکر کړي، لیکلي طالبان سږکال نیت لري چې له پاکستان سره پر پوله لږ تر لږه یو ولایت په خپل کنترول کې راولي او له هغه څخه بیا د خپل مرکز په توګه کار اخلي.

ورځپاڼې لیکلي چې؛ له امریکا سره د امنیتي تړون پرسر روانې شخړې هم د طالبانو روحیه پیاوړې کړې ده.

دنیا:

دنيا ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یوه غټ سرلیک کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د مسوولینو خبره راخیستې چې ویلي یې دي، مدني ټولنې، عالمان او رسنۍ دې ورسره په انتخاباتو کې مرسته وکړي.

ورځپاڼې لیکي، دیني عالمان او مدني ټولنې کولای شي چې خلک د انتخاباتو په اهمیت پوه کړي او د رایې ورکولو له بهیر څخه څارنه وکړي.

په مطلب کې د دیموکراسۍ د څارنې د موسسې د رییس زکریا بارکزي خبرې هم راخیستل شوي دي، چې وايي، په خلکو کې دا تصور غلط دی چې ګواکې راتلونکی جمهور رییس مخکې له مخکې له بهرنیانو سره په توافق ټاکل شوی دی.

دنیا ورځپاڼې د ښاغلي بارکزي په حواله لیکلي، همدا غط تصور دی چې اکثرو خلکو ته یې د انتخاباتو اهمیت کم کړی او باید ده چې د عامه پوهنې د پروګرامونو له لارې دا تصور له منځه یوړل شي.

د انیس دولتي ورځپاڼې سرمقاله هم په انتخاباتو کې د ځوانانو په رول ده.

ورځپاڼې لیکلي چې؛ د افغانستان د نفوس ډيره برخه ځوانان دي نو په انتخاباتو کې یې رول هم برخلیک ټاکوونکی دی.

په سرمقالې کې راغلي ځوانان نه یوازې دا چې په خپل ګډون سره انتخاباتو ته ملي جوش ورکولای شي بلکې د انتخاباتو په شفافیت هم څارنه کولای شي.

محور ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې د کابل د څرخي پله د زندان د وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی او د زندانیانو ستونزې یې په کې څیړلي دي.

محور لیکلي د زندان ناوړه شرایط د دې سبب شوی چې ځیني زندانیان ان ځان وژنې ته اړ شي.

ورځپاڼې پرته له دې چې سرچینه ذکر کړي ليکلي یې دي، په همدې وروستیو څو ورځو کې د زندان په دویم بلاک کې یوه زنداني ځان غر غره کړی دی.
XS
SM
MD
LG