د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

"طالبان د سیمه ییزو خلکو او قومونو له خوا تر سخت فشار لاندې دي"


امریکا چاپ، لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو او سیمه ییزو امنیتي ځواکونو تر منځ د سولې یا اوربند په اړه یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یې راغلي:

د افغانستان په جنوب او ختیځ کې د سیمه ییزو افغان امنیتي ځواکونو او طالب قوماندانو تر منځ اوربند په دې هېواد کې ممکن د ملي سولې د یوه تړون چوکاټ جوړ کړي.

ورځپاڼه لیکي، د طالبانو او افغان حکومت تر منځ رسمي خبرې ممکن بیخي په ټپه درېدلې وې؛ خو په سیمه ییزه سطحه د سولې مذاکرې د افغانستان په ډېرو غرنیو او لرې پرتو سیمو کې دوام لري.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه د آیساف، ډیپلوماټانو او پخوانیو افغان چارواکو له خولې لیکي، د افغانستان په ځینو ولسوالیو کې د ملي پوځ او ملي پولیسو قوماندانان له طالبانو سره په اوربند سلا شوي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، دا غیر رسمي جوړ جاړی که په ځینو مواردو کې د قومي یا کورنیو اړیکو له مخې تر سره کیږي؛ د یوې پراخې ملي سولې او پخلاینې لپاره لار هم هواروي.

لاس انجلس ټایمز وړاندې لیکي، په زیاتو برخو کې د افغان امنیتي ځواکونو جګ پوړي قوماندانان وایي، طالبان د سیمه ییزو خلکو او قومونو له خوا تر سخت فشار لاندي دي او دا ځکه چې هغوی د وسله والو د ګواښونو او په سړک کې د ښخو شویو ماینونو له چاودنو څخه بیخي په تنګ شوي دي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، د امریکا د پوځ قوماندانان له اوږدې مودې راهیسې دا خبره کوي چې؛ د افغانستان جګړه د جګړې په ډګر کې نه ختمیږي، بلکه د خبرو له لارې سوله ییز حل یې یوازینی حل دی.

ورځپاڼې د نړیوالو ځواکونو د یوه جګ پوړي قوماندان دا خبره راخیستې؛ چې وایي، موږ هیڅکله نه دي غوښتي او نه غواړو چې، افغان امنیتي ځواکونه دې له طالبانو سره تر وروستي سړي پورې وجنګیږي. د قوماندان په وینا، له وسله والو سره اوربند په ځینو مواردو کې ممکن د سولې د راتلو نښې نښانې وي.

امریکا چاپ بلې ورځپاڼې "پینسلوانیا ټایمز" په وروستۍ ګڼه کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او پرمختګ په اړه یوه مقاله خپره کړې او په یوه برخه کې یې لیکي:

افغانستان او پاکستان چې د سوداګرۍ په برخه کې یو په بل تکیه دي، سوداګریز اړیکې یې په پښتونخوا ایالت کې د تحریک انصاف ګوند له خوا د ناټو پرمخ د ټرانزیټي لارې له بندولو سره سره، هماغسي ټینګ او فعال دي. د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري دا مهال شاوخوا دوه سوه میلونو ډالرو ته رسیدلې ده.
XS
SM
MD
LG