د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

عزيز: هند او ايران دې په افغانستان کې له کومې ډلې ملاتړ نه کوي


په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز وايي؛ هند او ايران ته په کار دي، چې په افغانستان کې د کومې ځانګړې ډلې ټپلې ملاتړ ونه کړي.

نوموړي د شنبې په ماښام په اسلام اباد کې د سيفما له خوا د افغانستان او پاکستان د پارلمان غړېو او د دواړو هېوادونو ژورنالېستانو لپاره جوړ سيمينار ته د وينا پر مهال وويل:

"پاکستان په افغانستان کې د نه لاسوهنې پر پاليسۍ ولاړ دى او موږ غواړو چې، د دغه هېواد نور ګاونډي هېوادونه او هند دې هم په دغه هېواد کې د کومې ډلې ملاتړ ونه کړي. صدراعظم نواز شريف کابل ته د خپل سفر پر مهال افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړ؛ چې هېواد به يې په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره هېڅ ډول مرسته ونه سپموي."

نوموړي يو ځل بيا د افغانستان د سولې له پروسې سره د پاکستان پر مرستې ټينګار وکړ او ويې ویل، په وروستيو کې د طالب بنديانو خوشې کول ښيي؛ چې پاکستان د افغانستان د سولې له پروسې سره رښتينې همکاري کوي او موږ به دې همکارۍ ته دوام ورکړو.

‌په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم نواز شريف سلاکار دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي دي، چې د افغان ولسمشر حامد کرزى دا مهال د هند په درې ورځني سفر په دغه هېواد کې دى او نوموړي ددغه هېواد له صدراعظم او نورو چارواکيو سره کتلي او د سيمې پر وضعيت يې ورسره خبرې کړي دي.

راپورونه وايي، چې افغان ولسمشر په دې سفر کې له هندي چارواکيو غوښتي، چې د افغانستان د ملي اردو د روزنې او د عصري وسلو په برابرولو کې دې ورسره مرسته وکړي.

سرتاج عزيز د افغان ولسشمر غوښتنې ته په اشاره وويل، پاکستان د هند له خوا د افغان پوځيانو د روزلو مخالفت نه کوي، بلکې موږ هم افغان دولت ته ويلي وو، چې موږ چمتو يو چې ددغه هېواد ملي اردو وروزو.

د يادونې وړ ده، چې سرتاج عزيز څه موده مخکې د پاکستان له يوه شخصي تلويزيون سره د مرکې پر مهال هم ويلي وو، چې پاکستان به يواځې هغه صورت کې په افغانستان کې لاسوهنه او د ځواک د خلا د ډکولو هڅه ونه کړي، چې ددغه هېواد نور ګاونډي هېوادونه او هند هم په دغه هېواد کې د کومې ځانګړې ډلې ملاتړ ونه کړي.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG