د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

په ننګرهارکې د افغانیت او اسلاميت کليمې په ملاتړ مظاهره وشوه


د پنجشنبې په ورځ په سلګونو ځوانانو، مدني ټولنو استازو او د ولایتي شورا یو شمېر غړو د جلال اباد ښار په پښتونستان واټ کې په بریښنا يي تذکرو کې د اسلاميت او افغانیت کلیمې د لیکلو په ملاتړ مظاهره وشوه.

دوي ویل، چې ترهغه پورې به خپلو مظاهرو ته دوام ورکوي، چې د دوي قانوني غوښتنې نه وي منل شوي.

دغو مظاهره چیانو د اطلاعات او کلتور وزارت پرضد هم شعارونه ورکول او د یاد وزارت هغه حرکت يې هم وغانده، چې د یوه شخصي ټلویزیون په اړه يې کړی و:

"مظاهره کوونکی: په افغانستان کې که د هر قوم غړی ژوند کوي افغان دی او د افغانستان اوسیدونکی دی، نو په همدې خاطر موږ غواړو، چې په ملي هویت کې ټولو ته د افغان کلیمه ولیکل شي.

بل: که موږ ته په تذکره کې د افغان او دین کلیمه ونه لیکل شي، نو موږ به خپلې مظاهرې ونه دروو او نه به په زور تحمیل شوې تذکرې واخلو.

موږ د اطلاعات او کلتور وزارت هغه یو طرفه چلند، چې د ژوندون تلویزیون سره يې کړی او د دې تلویزیون د نشراتو د بندیدو نیت يې کړی په کلکه غندو او غوښتنه مو دا ده، چې یاد وزارت دې له ټولو رسینو سره باید یو ډول سلوک وکړي."


د مظاهرې یو تن ګډونوال او د ولایتي شورا غړی ذبیح الله زمري وویل، چې په تذکرو کې د افغانیت او اسلامیت کلمې راوستل د دوي سالم حق دی او مسول کسان ورته باید مثبت ځواب ووايي:

"زموږ ځيني ملګري وايي، چې تذکرې به وانخلو، خو زه وایم موږ به تذکرې اخلو ولې هیچا ته او هیڅ ارګان ته به د دې حق ورنه کړو، چې په تذکرو کې د افغانیت او اسلامیت کلیمې ونه لیکي، دا زموږ قانوني غوښتنه ده او باید ورته مثبت ځواب وویل شي".

دغې مظاهرې شاوخوا دوه ساعته دوام وکړ او په پای کې پریکړه لیک يي هم خپور کړی، چې په کې ګواښ يې کړی و، که مرکزي دولت يې غوښتنې ونه مني، نو دوي خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکوي.

د بريښنايي تذکرو دغه لانجمنه موضوع هغه مهال ګرمه شوه، چې مشرانو جرګې په خپله پریکړه کې له تذکرو څخه د افغانیت او اسلامیت کلیمه حذف کړه او د دې پریکړې په غبرګون کې په مرکز او د یو شمېر نورو ولایتونو په ګډون په ننګرهار کې هم تاوده غبرګونونه راوپاریدل.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG