د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۷

د څلورو لسیزو د قربانیانو زرګونه عکسونه په یوه نندارتون کې


دا نندارتون د دارالامان په نړېدلې تاریخي ماڼۍ کې چې خپله هم دتېرو کورنیو جګړو قرباني ده، جوړ شوی دی.
دا نندارتون د دارالامان په نړېدلې تاریخي ماڼۍ کې چې خپله هم دتېرو کورنیو جګړو قرباني ده، جوړ شوی دی.
په کابل کې یوې مدني ټولنې د تېرو شاوخوا څلورو لسیزو جګړو د قربانیانو زرګونه عکسونه په دوه ورځني نندارتون کې نندارې ته ایښي دي.

دا نندارتون د دارالامان په نړېدلې تاریخي ماڼۍ کې چې خپله هم دتېرو کورنیو جګړو قرباني ده، جوړ شوی دی.

په لومړي پوړ کې د یو شمېر هغو کسانو عکسونه وو، چې د کمونیسټ رژیم په وخت کې په ډله يیز ډول وژل شوي و.

په دوهم پوړکې په درېیو دهلیزونو کې د مجاهدینو د وخت، د طالبانو د رژیم او له دوه زره لومړي کال وروسته د اوسني نظام پرمهال د جګړو د قربانیانو او پيښو انځورونه نندارې ته ایښودل شوي وو.

نندارې ته ډلې ډلې کسان راتلل او د عکسونو په لیدلو به یې د جنګي مجرمینو د محاکمې غوښتنه کوله، څو تنو ازادي راډیو ته وویل چې؛ جنګي جنایتکاران باید محکمه شي.

د دوشنبې په ورځ دا نندارتون د افغان ټولنیز عدلت غوښتنې انجمن په نوم د یوه غیر دولتي سازمان له خوا جوړ شوی و.

د نندارچیانو په منځ کې داسې کسان هم و، چې په تېرو څلورو لسیزو کې یې د کورنۍ ځینې غړي له لاسه ورکړي دي.

مهناز رستمي چې د وخت د جمهورییس حفیظ الله امین په دوران کې یې پلار او څلور وروڼه تري تم شوي و، د وروڼو او پلار د عکسونو ترڅنګ ولاړه وه، هغې چې په پرلپسې ډول یې ژړا خبرې بندولې ازادۍ راډیو ته وویل:

"سربېره پردې چې پنځه دیرش کاله تیر شوي، زه اوس هم داسې فکر کوم چې د هغوي جسدونو زما په وړاندې ټوټې ټوتې پراته دي.

یوه دقیقه مې هم له سترګو لیرې نه ځي، ډېر د ناراحتي احساس کوم، زه غواړم د دوي قاتلین، عاملین او هغه کسان چې سینه ډبوي چې دوي ما وژلي محاکمه شي."

په افغانستان کې د تېرو جګړو د قربانیانو عکسونه په داسې حال کې نندارې ته وړاندې کیږي چې؛ څو میاشتې وړاندې د هالنډ حکومت د نږدې پنځه زره هغو کسانو نومونه خپاره کړل چې؛ په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ کلونو ترمنځ د وخت دکمونیستي رژیم له خوا وژل شوی و.

له دې لیست څخه وروسته په افغانستان کې د جنګي جنایتکارانو د محاکمه کولو خبرې یوځل بیا زور واخیست.

د افغان ټولنیز عدلت غوښتنې انجمن مشرې ویدا احمدي وویل په افغانستان کې د جنګي مجرمینو د محاکمې د غوښتنې لپاره به په نورو ولایتونو کې هم دارنګه نندارتونونه جوړ کړي.

"زموږ له دې نندارتون څخه هدف د تېرو څلورو لسیزو جنګي جنایاتونو تقبیح کول او د قربانیانو یاد تازه کول دي.

له بده مرغه هغه کسان چې جنګي مجرمین دي،دوی اوس هم په قدرت کې دي متاسفانه زموږ دولت یو فساد دولت دی ،موږ به کوښښ وکړو ارام نه کېنو خپل ملت به خبر کړو،یوبل ته لاس ورکوو،ترڅو دغه جنایتکاران دعدالت میز ته راکش کړو او له قدرت څخه یې وشړو."

په افغانستان کې تل د بېلابېلو مدني ټولنو او عامو خلکو له خوا دا غوښتنه کیږي چې باید د تیرو جنګونو جنایتکاران محاکمه شي.

خو څه موده وړاندې د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمیل فیضي په یوه خبري کنفرانس کې وویل، افغان دولت ته د هیواد په اوسنیو شرایطو کې تر عدالته ډير د هیواد د ثبات مسله مهمه ده.

د جنګي مجرمینو د محاکمې غوښتنه په داسې حال کې کیږي چې اوس هم په افغانستان جګړه روانه ده او د بیلابیلو لوریو له خوا جنګي جنایتونه کیږي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG