د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

پنټاګون د افغانستان لپاره نورې نغدې پیسې نه لري


واشنګټن پوست ورځپاڼه، پنتاګون د افغانستان لپاره نورې نغدې پیسې نه لري، تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي:

د امریکا حکومت تر اوسه پورې د افغانستان د دفاع وزارت لپاره پرهغې ودانۍ ۱۰۷ ملیون ډالره لګولي چې؛ د هنري تابلوګانو د نندارې ځایونه او په کابل کې ترټولو لوی دوهم سالون په کې په پام کې نیول شوي دي.

د ورځپاڼې په وینا پر دغې پنځه پوړیزې عصري ودانۍ دغه لګښت د لومړني تخمین دوه چنده زیات دی.

واشنګټن پوست لیکي:

د دغۍ ودانۍ د جوړولو لپاره د پټۍ له پریکولو څلور کاله وروسته ساختماني کارکونکي خپل کارونه دروي او علت یې هم دا دی چې د امریکا د دفاع وزارت نور د دغې پروژې د بشپړولو لپاره پیسې نه لري.

د ورځپاڼې په وینا له څلورو کلونو راهیسې د افغانستان پر بیارغونې د امریکا څارونکې ادارې په خپلو راپورونو کې په دې هېواد کې د امریکا په مرسته په پروژو کې د پیسو د بې ځایه لګولو او بې نظمیو خبر ورکړی، خو د افغانستان د دفاع وزارت ودانۍ د دې یوه ښکاره بیلګه ده چې؛ په دې هېواد کې د امریکا د پراخې پانګونې سمه څارنه نه کیږي.

واشنګټن پوست ته یوه امریکایي چارواکي چې په دغه پروژه کې ښکیل دی د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې؛ هیڅ چا هغسې چې لازمه وه دغه پروژه نه څارله چې د دې چارواکې په وینا د ا د موږ غټه ناکامي ده.

ګلوبال پوسټ:

ګلوبال پوسټ انټرنیټي خپرونې افغانستان ته د امریکا د دفاع د وزیر د سفر په اړه په یوه مطلب کې ویلي چې؛ چک هیګل به چې په ناڅاپي سفر د شنبې په ورځ افغانستان ته تللی او له افغان ولسمشر سره یې هم نه دي کتلي هڅه وکړی چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون لپاره ملاتړ راجلب کړي.

د خپرونې په وینا دا چې هیګل له کرزي سره له کتنی ډډه کړې دا د امریکا د هغې نوې ستراتیژۍ د هڅو یوه برخه ده چې هدف یې د امنیتی تړون لاسلیک ته د افغان مشرانو هڅول دي.

د دغه تړون له مخې له ۲۰۱۴ کال وروسته امریکایي ځواکونو ته د پاتې کیدو اجازه ورکول کیږي چې افغان امنیتي ځواکونو ته به روزنه ورکوي.
XS
SM
MD
LG