یونسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق وايي چې؛ اوس هم په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د مړینې اوسنۍ کچه د اندیښنې وړ ده.
د جنوبي اسیا لپاره د یونسف سیمه ییزې مشرې مېرمن کېري دا خبرې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د امیندوارو میندو او د نويو زېږېدلو ماشومانو د صحت د ښه والي لپاره د یوه نوي پروګرام د معرفي کولو په موقع وکړې.
سره له دې چې په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې روغتیايي خدمات پراخه شوي دي، خو د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندق وايي، اوس هم افغانستان د نړۍ له هغو لسو هېوادونونه دی چې؛ د میندو مړینه په کې ډېره ده.
په جنوبي اسیا کې د یونیسف سیمه ییزې مشرې د یکشنبې په ورځ په کابل کې وویل، په یو شمېر ډېرو سیمو کې اوس هم ښځو او ماشومانو ته روغتیایي خدمات نه رسیږي.
د یونسیف سیمه یېزې مشرې مېرمن کېري وویل، د ښځو او ماشومانو روغتیاته باید لا ډير کار وشي:
"سربېره پر دې چې؛ پرمختګ شوی، خو بیا هم باید په دې برخه کې ډېر کارونه وشي، ډېر شمېر ماشومان لومړنیو روغتیايي اسانتیاوو ته لاس رسی نه لري او داسې مېرمنې هم په لیرې پرتو ولایتونو کې شته چې د امیندواری روغتیايي اسانتیاوې نه لري.
متخصص ډاکټران او قابلې د افغانستان لېرې پرتو سیمو کې نشته او باید دې ستونزو ته پاملرنه وشي."
میرمن کېري همدا راز وویل چې؛ په افغانستان کې د روغتیایي اسانتیاوو د پرمختګ سربېره اوس هم د میندو او ماشومانو د مړینې کچه د اندېښنې وړ ده.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه د ولادت په مهال مري.
په عین وخت کې د عامې روغتیا د وزارت چارواکي وايي، د میندو او ماشومانو د مړینې د کمولو لپاره نوي پلان لري.
د دې وزارت د پلان او پالیسۍ مشر ډاکټر عبدالقدیر قدیر خپل نوي پلان داسې بیان کړ:
"د عامې روغتیا د ریاستونو د کارکوونکو د ظرفیت لوړول، د ظرفیت لوړول او د روغتیايي مرکزونو د کارکوونکو روزنه او د دې ترڅنګ د سیمې د قابلو روزل د دې پلان یوه برخه ده."
ښاغلي قدیر زیاته کړه چې؛ دا پلانونه د راتلوونکو دوه کلونو لپاره دي چې په ۱۹ ولایتونو کې به عملي شي.
هغه وویل، د دې پروګرام په عملي کېدو سره به د میندو او ماشومانو په مړینې کې د پام وړ کموالی راشي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال ۳۶ سلنه ولادتونه د قابلو او ماهرینو تر څارنې لاندې کیږي.
راپور: ګل مینه "یوسفزۍ"