په حکومتي ادارو کې د د روابطو په اساس د کسانو ګومارنې سربېره پرعامو خلکو د ځینو دولتي چارواکو انتقادونه هم راپارولي دي.
د کابل والي عبدالجبار تقوا د شنبې په ورځ عدالت ته د خلکو د لاسرسي ترنامه لاندې په یوه ورځني سمینار کې وویل؛ په حکومتي ادارو کې د شخصي اړیکو پالنه د دې سبب کیږي چې د خلکو د ستونزو حل ته لازمه توجه ونه شي.
نوموړي د دې ستونزې د حل لپاره وړاندېز وکړ چې؛ ښه به داوي د یوې سیمې او ولایت چارواکي د هماغې سیمې نه بلکې د بلې سیمې او ولایت اوسیدونکي و اوسي:
"په ټولو ولایتي ادارو کې دا مهال سیمه ییز خلک په دندو ګمارل شوې دي؛ زموږ د کارونو ضعف په دې همدي ټکې کې دی؛ د محلې مامورینو ګمارل د دې سبب کیږي چې؛ خلک عدالت ته کمه لاسرسی ولري؛ د خلکو حقوق تر پښو لاندې کیږي، روابط پر ضوابطو حاكم دی، په دولتي ادارو کې زموږ د کار لویه کمۍ همدغه برخې دي."
د کابل والي وايي، افغانان یوې سمې، غښتلې او منظمې ادارې ته اړتیا لري.
په دې سیمنار کې د کابل ولایت د ولسوالیو چارواکو، د مدني ټولنې فعالانو او د کابل د ولایتي شورا ځینو غړو ګډون کړی و.
په دې یوه ورځني سیمنار کې په دې خبرې کیږي چې؛ څنګه سیمه ییزې ادارې غښتلی شي او د خلکو د ستونزو د حل لپاره خپل ظرفیتونه لوړ کړي.
د کابل والي دغه خبرې په داسې حال کې مطرح کوي چې؛ افغان ولسمشر حامد کرزي تېر کال د حکومت والۍ د ښه کولو او د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره ۴۵ نمبر فرمان صادر کړ.
د یاد سیمنار ګډونوالو د سیمه یېزو حکومتونو د پياوړتیا لپاره د دارنګه سیمنارونو جوړول ګټور بولي؛ خو وايي، د ادارو د اصلاح لپاره باید عملي کار وشي.
د چهار اسیاب ولسوالۍ د ولسي شورا مشر او د دې سیمنار یو تن ګډون وال په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"نن ورځ په افغانستان کې بې عدالتي په خورا لوړه کچه شتون لري؛ د افغانستان ټول نفوس له بې عدالتي ځوریږي، اوسنی نظام نه شي کولای چې د خلکو دا غوښتنې پوره کړي، موږ د داسې ډیرو سیمینارونو شاهدان وو؛ خو ترهغې چې حاکمه اداره په دې برخه کې کار ونه کړي؛ نو عدالت ته به خلک ونه رسیږي."
د کابل والي همدارنګه وايي چې؛ د کابل په ډير شمېر ولسوالیو کې عدلي او قضايي ادارې نشته او خلک د خپلو ستونزو د حل لپاره کابل ښار ته مراجعه کوي.
د راپورونو له مخې د ځینو نورو ولایتونو په لرو پرتو ولسوالیو کې هم د ناامنیو له امله دولتي ادارې خصوصًا محکمې نه دي فعالې.
راپور: ناجیه ساپۍ