د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، چې نن سهار شاوخوا لس بجې د د دې ولسوالۍ د بربيهار په سیمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته نښته ترسره شوه، چې تر یوه ساعته يې دوام وکړ.
د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شيرزاد ازادۍ راډویو ته وویل، چې په دې نښته کې شپږ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو امنيتي سرتیری هم ټپي شوی دی:
د خوګياڼو ولسوالۍ د مرکزي روغتون مشر ډاکټر نوراغا وايي، چې د نښتې له سيمې څخه ورته درې تنه عام خلک وروړل شوي،چې یوه میرمن او یو سړی وژل شوي او یوبل تن شدید زخمي دی.
خو دا لا څرګنده نه ده،چې دا ملکي خلک د کوم لوري په ډزو کې وژل شوي دي.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو ته په راستولي پیغام کې ویلي،چې په دې برید کې د دوی یو ملګری ټپي شوی او ادعا کوي،چې په دې نښته کې شپږ تنو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یو بل خبر له مخې تېره ورځ دوه بجې،د سپين غر ولسوالۍ په شډل سیمه کې د افغان خاص ځواکونه او وسله والو طالبانو ترمنځ هم نښته شوی وه،چې د شپې تر اتو بجو يي دوام وکړ.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ د امنيتي مسولینو په خبره د تېرې ورځې په نښته کې پینځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي آو درې تنه نور يې زخميان شوي.
د ویلو ده،چې ددغه ډول نښتو او د سړک ترغاړې په چاودنو کې د پيښو ډيری قربانيان عام خلک وي او په وار وار يې غوښتنه کړې،چې ښکيلې خواوې دې د ملکي خلکو د وژنې په برخه کې پوره پام وکړي.-
راپور: شاه محمود شینواری