د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

د نلسن منډیلا ژوند ته یوه لنډه کتنه


د جنوبي افریقا پخوانی ولسمشراو د اپارتاید پرضد، د څو لسیزو مبارزې اتل، نلسن منډیلا تیره شپه له نړۍ سترګې پټې کړې.

منډیلا د مرګ په وخت پينځه نوي کلن وو.

دی په زندان کې په نري رنځ "توبرکلوز" اخته شوی وو او د ډيرې مودې راهیسي د تنفسي سیسټم د مکروبي کیدو په خاطر په روغتون کې بستر شو.

د هغه د مړینې د خبر تر خپریدو وروسته د نړۍ له بېلابېلو هېوادو د خواشینۍ پيغامونه خپاره شوي دي.

جمهور ریس حامد کرزي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې؛ د منډیلا په څير ستر انسان مړینه د ټول بشریت لپاره ضایعه ده.

ولسمشر کرزي ویلي، منډیلا داسې ستر انسان وو، چې د اپارتایید یا نژادي تبعیض پرضد یې د عدم تشدد لاره خپله کړه او نړېوالو ته یې د سولې سبق ورکړ.

په جنوبي افریقا کې د اپارتاید ضد غورځنګ غړو – اکثر تور پوستو – به هغه مهال په اعتراضي غونډو، لاریونونو او د وژل شویو مبارزانو د جنازې لپاره هغه مذهبي سندره بلله چې؛ د اپارتایید تر ماتې وروسته، د دې هېواد ملي سرود شوه.

نلسن منډیلا د مقاومت له همدې سندرې سره د جنوبي افریقا د یوه تور پوستي ځوان په توګه د اپارتایید پرضد د پټې مبارزې رهبري پيل کړه.

منډیلا په ۱۹۱۸"میلادي" کال کې د جنوبي افریقا د یوه قبایلي مشر په کور کې زیږیدلی دی.

کورنۍ یې په هغه د (رولي لالامنډیلا) نوم ایښې وو، خو د سیمې په یوه ښونځي کې د معلمۍ پر وخت د (نلسن) په نوم مشهور شو.

منډیلا په پوهنتون کې حقوق او سیاسي علوم ولوستل او تر فراغت وروسته یې په جوهانسبورګ کې په یوه حقوقي شرکت کې کار هم وکړ.

د ځوان منډیلا لپاره د نورو تور پوستو په څیر د یوه مناسب او رسمي کار د پيدا کولو امکانات ډير کم وو.

خو په نولس سوه اته څلویښتم کال کې د جنوبي افریقا په انتخاباتو کې د دې هېواد د ملي ګوند بریالیتوب د تور پوستانو پرمخ ټولې دروازې وتړلې او د هغوي ټولنیز حقوق یې واخیستل.

هغه مهال د جنوبي افریقا ملي ګوند د مختلفو نژادو د ترمنځ د یو مخیز جلاتوب له تبعیض څخه ډک سیاست چلاوه.

د جنوبي افریقا صدراعظم چې هندریک فرینسښ ویروډ د تبعیض د پالیسۍ له طراحانو ګڼل کيږي، په دوامدار ډول پر خپلو پلویانو ټينګار کاوه چې؛ هدف یې په جنوبي افریقا او نړۍ کې د سپین پوستو د دایمي واکمنۍ ټینګول دي.

د هندریک فرنچ فرود د یوې وینا په یوه برخه کې ویل شوي:

"زما ملګرو دا جمهوریت په نړۍ کې د سپين پوستو د واکمنۍ یوه برخه ده."

مبارز نلسن منډیلا وروسته په جنوبي افریقا کې د ځوانانو د ملي کانګرس غړی شو.

د ځوانانو دی غورځنګ په جنوبي افریقا کې د حاکم قانون په وړاندې چې د حکومتي چارو کنټرول یې سپين پوستو ته په لاس کې ورکړی وو، د عدم تشدد مبارزې ملاتړ کاوه.

نلسن منډیلا د شپیتمې لسیزې په نیمايي کې ونیول او د پينځه کاله زندان حکم ورباندې وشو.

وروسته بیا د حکومت د ړنګولو لپاره د دسیسې جوړولو په جرم د خپلو نورو ۷ ملګرو سره په عمر قید محکوم شو.

نلسن منډیلا د محاکمې په جریان کې د ځان د دفاع لپاره په څلور ساعته وینا کې، د سپین پوستانو د حاکمیت پر ضد د خپلې مبارزې دفاع وکړه:

"ما د سپین پوستو د حاکمیت پر ضد جنګ کړی او د تور پوستانو د تسلط پر ضد جنګیدلی یم. دا زما د ژوند ارمان دی او د دې ارمان لپاره که چیري ضرورت وي مرګ ته تیار یم. "

نلسن منډیلا تر څو لسیزو زندان وروسته په ۱۹۹۰ (میلادي) کال کې له بنده خوشې شو او خلکو یې په جنوبي افریقا کې د اپارتاید یا نژادي تبعیض پر ضد مبارزې د اتل په توګه هرکلۍ وکړ.

دا په جنوبي افریقا کې د یوې نوې دورې پيل وو.

نلسن منډیلا له زندانه ترخلاصیدو وروسته، په خپل هېواد کې د دیموکراتیکو انتخاباتو د زمینې برابرولو هڅې پيل کړې.

ده د خپلې اوږدې مبارزې په خاطر یې د نوبل د سولې جایزه وګټله.

په جنوبي افریقا کې اول وار په ۱۹۹۴"میلادي" کال کې ډیموکراتیک انتخابات وشول او نلسن منډیلا د اول تور پوستي جمهور ريس په توګه وټاکل شول.

منډیلا په زندان کې په نري رنځ "توبرکلوز" اخته شوی وو او د تنفسي سیسټم د التهابي کیدو په خاطر د ژوند تر اخره وکړید.

د جنوبي افریقا ولسمشر جاکوب زوما وویل، د نژادي تبعیض مخالف سرلاري د پنجشنبې په ماښام په جهانزبرګ کې په خپل کور کې په ارامه ساه ورکړه.

د جنوبي افریقا ولسمشر منډیلا ته د مډرنې جنوبي افریقا د پلار خطاب وکړ او ویې ویل: زموږ ولس خپل تر ټولو ښه زوی له لاسه ورکړی.

زموږ د خلکو پلار مړ شو. موږ پوهیدو چې داسې یوه ورځ راتلونکې ده خو هیڅ شی نن ورځ زموږ بې سارې خواشیني او غم نه شي کمولای.

د امریکا د متحدو ایالاتو جمهور ریس بارک اوباما د منډیلا د مړینې د خبر تر خپریدو وروسته وویل:

موږ به ښايي بیا داسې انسان ونه ګورو لکه منډیلا. نو موږ ته ښايي چې خپلې ټولې هڅې وکړو ترڅو هغه مثال چې ده نړېوالو ته پریښې نورو ته ورسوو او هغه دا چې داسې پریکړې باید وکړو، چې د کرکې پر اساس نه وي، بلکه د مینې له مخې وي.

دا چې هيڅ کله هغه تغیر چې؛ یو انسان یې راوستلای شي له نظره ونه غورځوو، د داسې یوې راتلونکې لپاره چې د هغه د قربانۍ ارزښت لري مبارزه وکړو.

د روسیې ولسمشرولادیمیر پوتین ویلي چې؛ نلسن منډیلا د اوسنی عصر تر ټولو غوره سیاستوال وو.

د بریتانیې ملکې الیزابت ویلي چې؛ د منډیلا په مړینې خواشینې شوې ده.
XS
SM
MD
LG