د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان د صدر اعظم نواز شریف د خبرو ډیر تمرکز د سولې په ټینګښت او د وسله والو مخالفینو د پټن ځایونو په له منځه وړلو وو.
ولسمشر حامد کرزي او نواز شریف د شنبې په ورځ د ارګ په ماڼۍ کې ملاقات درلود او له ملاقات وروسته دواړو په یوه ګډ خبري کانفرانس کې خبرې وکړې.
ولسمشر کرزي وویل، د پاکستان له صدر اعظم سره یې د سولې لپاره په عملي ګامونو او په دې پروسه کې د امریکا په رول خبرې وکړې:
"نن مو د ټولو هغو مسایلو په اړه په تفصیل خبرې وکړې چې د دواړو ترمنځ دي، دا مساله مطرح شوه چې، د سولې پروسه څنګه مخته بوځو، څنګه عملي اقدامات وکړو، امریکا، افغانستان او پاکستان څنګه همکاري وکړي، دواړو خواوو وویل چې، افراطیب او ترویزم دواړو ته خطر دی؛ د پناه ګاوو او د هغوی په له منځه وړلو بحث وشو، هیله مو دا ده چې، دواړه هېوادونه د تروریزم په خلاف هڅه کې کامیابه شي."
ولسمشر زیاته کړه، له کله نه چې نواز شریف واک ته رسیدلی؛ د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې مثبت بدلون راغلی.
واک ته له رسېدو وروسته دا کابل ته د صدر اعظم نواز شریف لومړنی رسمی سفر و.
نواز شریف په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې؛ ولسمشر کرزي له دې وړاندې ویلی وو؛ په افغانستان کې سوله د امریکا او پاکستان په لاس کې ده.
د پاکستان صدر اعظم نواز شریف هم ژمنه وکړه چې؛ د افغانستان د سولې له بهیر سره به مرستې جاري ساتي او زیاته یې کړه چې؛ د یوه سوکاله افغانستان غوښتونکی دی.
"غواړم په ښکاره ووایم چې پاکستان له افغانستان سره د ښې ملګرتیا او ګاونډیتوب اړیکې غواړي؛ داسې اړیکې چې د داړو هیوادونو ملي ګټې په کې خوندي وي او ملي حاکمیت ته احترام په کې وي؛ یو با ثباته او متحد افغانستان د پاکستان مهمه هیله ده، ما خپل ورور ولسمشر حامد کرزي ته ډاډ ورکړ چې؛ پاکستان به د افغانستان د سولې په بهیر کې ټولې ممکنې آسانتیاې رامنځ ته کړي."
ښاغلي شریف د ازادي راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې؛ ملا برادر هم له بنده آزاد دی او د افغان حکومت هر پلاوی چې پاکستان ته ولاړ شي؛ ورسره لیدلای شي.
د پاکستان صدر اعظم وویل چې، ۲۰۱۴ کال د افغانستان لپاره یو مهم او له ستونزو ډک کال دی او تمه ده چې په افغانستان کې سیاسي او امنیتي انتقال په سوله ییزه توګه وشي.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني چارواکي له افغانستان سره د سولې د ټینګښت ژمنې کوي، بلکې دا ژمنې له دې وړاندې هم په وار وار تکرار شوي، خو عملي بڼه یې نه ده غوره کړې.
کارپوهان هم کابل ته د نواز شریف د سفر په اړه بیلابیل نظرونه لري، ځینې دا سفر تشریفاتي بولي، خو ځینې نور بیا په دې باور دي چې دا رنګه ملاقاتونه د اړیکو دپیاوړتیا لپاره ګټور دي.
راپور: اسدالله لودین