د جمعې ورځې په ماسپيښین د خوست شیخ زاید پوهنتون په سلګونو محصلانو د یو سوله ییز لاریون له لارې په نویو الکټرونیکي تذکرو کې د ملي شورا له خوا د ملت او دین د نوم نه ذکر کولو پریکړه وغندله او دا تصمیم يې د نورو هېوادونو د لاسوهنو پایله وبلله.
لاریون کوونکو له افغان دولت او ملي شورا څخه وغوښتل، چې له خپلې نوې پریکړې منصرف شي او د پخوا په شان په نویو تذکرو کې د ملت په برخه کې د افغان او دین په ستون کې د اسلام د ذکر پریکړه وکړي، لاریون کوونکو ګواښ وکړ، که چیرې د دوی غوښتنې و نه منل شي، نو لاریونونه به روان وساتي.
د لاریون یو تن ګډونوال محصل مشال راډیو ته وویل، چې په افغانستان کې ټول لوی او واړه ملیتونه د افغان په نوم یادیږي، ده د مشرانو جرګې د غړو د دې پریکړې پړه یو شمېر هغو هېوادونو ته متوجه کړه، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او په مهمو ځایونو کې يې خپل کسان ځای پر ځای کړي دي:
((مسلم غزنوي د طب پوهنځي محصل یم، موږ د شیخ زاید پوهنتون محصلان او د خوست ځوانان د الکټرونیکي تذکرو څخه يې چې د افغان او اسلام کلمه ایستلې ډېر په کلکه يې غندو، دا قومونه پښتون، تاجک، ازبک، هزاره، پشه يي، عرب او ګوجر دا د یوې رنګینې تابلو ټول رنګونه دي، پښتون ملیت په دې کې د ملا یو تیر ده، او نور قومونه يې سترګې، لاسونه او پښې دي.
دلته تاسو ولیدل چې دلته د ټولو قومونو استازي وغږیدل، دا موضوع يې په کلکه وغندله او دا يې یو څو کسه حلقه به ګوش د ایران خلک يې وبلل.))
یو بل تن لاریون کوونکی ځوان وايي، چې افغانان د دا ډول تذکرو اخیستلو ته تیار نه دي:
((زما نوم زیتون ګل دی، د خوست شیخ زاید پوهنتون په دې اړه سوله ییزه مظاهره ایستلې ده، چې د تذکرو نه د اسلام او افغان نوم ایستل شوی دی، ټول محصلین او ټول افغانان يې غندنه کوي، موږ نه غواړو چې زموږ د تذکرو نه د افغان او اسلام نوم ویستل شي، که داسې وشول نو موږ به تل تر تله خپلو لاریونونو ته دوام ورکړو، انشاالله زه باور لرم، چې ټول افغانان به دا تذکرې وانخلي او د ټولو افغانانو په دې هوکړه ده، چې موږ دا تذکرې نه غواړو.))
سید عمر عادل وايي،چې اسلامیت او افغانیت دواړه هغه مشترکات دي چې ټول خلک پرې راټول دي:
((نوم مې سید عمر عادل دی، که چیرې زما په پاسپورټ کې د دین نوم لیکل شوی نه وي، نو زه به کعبې ته څنګه ولاړ شم، دویم د افغان کلېمه د ټولو له پاره یوه داسې کلمه ده ،چې په هغه باندې موږ راټول یو او دا پریکړه زه یو ډول تجزیه بولم، دا پریکړه غلطه پریکړه ده، ښه خبره دا ده، چې دا پریکړه بېرته لغوه شي، و نه منل شي، د افغان کلمه دې بېرته په خپل ځای کې پاتې شي او همدارنګه د دین کلمه دې هم پر خپل ځای پاتې شي.))
د لاریون په پای کې دکمال خان په نوم د یو تن محصل له خوا پریکړه لیک ولوستل شو، چې په تذکرو کې يې یاد بدلونونه د ملت د تجزیې په مانا بللي ول او ویل يې، چې که په دې پریکړه کې بدلون رانشي، نو تر پایه به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي:
((هغه قانون چې دملي شورا له لوري د الکټرونیکي تذکرو په اړه جوړ شوی دی، په هغه کې د اسلام او افغان کلمه نه ده ځای شوې او دا قانون په تصویب رسیدلی دی، د افغانستان ټول وګړي د افغان په نوم یادیږي، نو داسلام او افغان کلمه باید زموږ د تذکرو نه لیرې نه شي، موږ نور د افغان قومونو ورکیدل او تجزیه کیدل په مختلفو نومونو نه منو، موږ په ملي شورا کې د پردیو د لاسپوڅو دا ډول پریکړې په کلکه غندو او د عاملینو د محکمې غوښتونکي یو، که غوښتنې مو و نه منل شي، لاریونونو ته په تر پایه دوام ورکړو.))
د یادونې وړ ده د تیرې سه شنبې په ورځ مشرانو جرګې یو شمیر غړو په دې ټینګار لاره چې په الکټرونکي تذکرو کې دې د ملت تر څنګ د ملیتونو نوم ولیکل شي، خو د افغان حکومت طرحه دا وه چې په الکټرونکي تذکرو کې دې د افغان کلمه او قومونو نومونه نه لیکل کیږي، چې د رايې ګیری وروسته همدا د حکومت طرحه تصویب شوه، په تذکرو کې د ملت او ملیتونو د نومونو ذکر کول په دې وروستیو کې د ملي شورا دغړو تر منځ یوه جنجالي موضوع وه، چې د اوسني تصویب پر وړاندې هم یو شمېر اعتراضونه راپورته شوي دي.
نجیب الله الوخېل