امریکا چاپ، لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې؛ "امریکا ممکن کرزی له امنیتي تړون څخه بهر پریږدي" تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوه برخه کې یې د ځینو امریکایي چارواکو په حواله لیکلي:
د جمهور رییس بارک اوباما اداره چې د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون په اړه د جمهور رییس حامد کرزي له سختو او تندو خبرو څخه چې وایي؛ د جمهوري ریاست له انتخاباتو مخکې دا سند نه لاسلیک کوي؛ په تنګ شوی او غواړي د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد مقبل او بل کوم چارواکی د دغه سند لاسلیک ته وهڅوي.
سپینه ماڼۍ وایي، ، که چېرې امنیتي تړون په روان کال کې لاسلیک نه شي؛ دوی به په راتلونکي کال کې له افغانستان څخه د خپلو پاته ۴۷ زرو عسکرو د بشپړ ایستلو پلان تر لاس لاندې ونیسي.
د ورځپاڼې په بارو، د امریکا په دغه کار سره به افغانستان ته بهرنۍ مرستې کمې شي او افغان حکومت به د طالبانو پر وړاندې د جګړې او د تېرو ۱۲ کلونو لاسته رواړنو د ساتلو توان ونه لري.
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د همدې مسالې په اړه په یوه مضمون کې لیکلي؛ کله چې جمهور رییس کرزي د پنجشنبې په ورځ د لویې جرګې په پرانستونکي غونډه کې د اوږدې وینا په پای کې په اصطلاح د بم ګزار وکړ او له امریکا سره د تړون د لاسلیک لپاره یې نوي شرطونه وضعه کړل؛ د هغه د خبرو دا برخه په کابل کې د امریکا سفیر ته ترجمه نه شوه او سفیر له تالار څخه د وتلو پر مهال داسې فکر وکړ چې؛ خبره حل شوه.
ورځپاڼه زیاتوي، د جمهور رییس کرزي د کابینې ځیني وزیران او نږدې همکاران هم د هغه په دې خبرو او د نویو شرطونو په اورېدو حیران شول او دا ځکه چې د جمهور رییس د وینا په متن کې دا خبرې نه وي. دوی وایي، هیڅ تصور یې نه کاوه چې جمهور رییس کرزی دی دا ډول مسایل مطرح کړي.
وال سټریټ ژورنال وړاندې لیکي؛ جمهور رییس کرزی په دې ډول عمل او ځان ښودنې سره هڅه کوي چې؛ مخاطب کسان حیران کړي او په سترګو کې یې خاورې واچوي. کرزي تل هڅه کړې چې، امریکایان له خوږې ګوتې ونیسي او ځان ته د دوي پام جاري وساتي؛ حتی په داسې حال کې چې د کار د مودې ختمېدو ته یې څو میاشتې پاته دي.
سټراټفور کامینټري خپرونې د افغانستان او امریکا اړیکو ته له یوې بلې زاویې کتلي او د یوې مقالې په یوې برخه کې چې سر لیک یې دی: "افغانستان: د ایران او سعودي د جګړې ډګر" لیکي:
دا چې د امریکا متحده ایالات او ایران یوې موافقې ته ورسیدل، واشنګټن د ایران په ختیځ ګاونډي یعنې افغانستان کې له ستونزو سره مخ کیږي. جمهور رییس کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیک څخه ډډه کړې او له دې امله به له ۲۰۱۴م کال وروسته له افغانستان څخه ټول امریکایي عسکر ووځي.
د کابل او واشنګټن تر منځ جګړه یا شخړه به لنډه وي؛ خو د ایران او امریکا د معاملې له امله به په افغانستان کې د ایران او سعودي عربستان تاریخي دښمنۍ او مخالفتونه دوام وکړي.
خپرونه لیکي، سعودی عربستان وېره لري چې؛ ایران به یو ځل بیا په نړیوالې ټولنې کې د یوه غښتلي هېواد په توګه سر راپورته کړي او خپله افراطي بهرنۍ اجنډا به پر مخ بوزي.