زیات شمېر لویدیځو ورځپاڼو د افغانستان د جمهور رییس حامد کرزي د هغې پرېکړې په اړه چې غواړي د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک کول شاته کړي؛ مضمونونه او مقالې خپرې کړې دي.
امریکا چاپ، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په دې اړه لیکلي؛ د امریکا او افغانستان استازو له ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د پاته کېدو په اړه له یو کال خبرو او مذاکرو وروسته د امنیتي تړون سند جزئیات بشپړ کړل او مشورتي لویي جرګې هم دا سند تایید کړ.
جمهور رییس کرزي یو ځل بیا پریکړه کړې چې دا سند به د روان میلادي کال له پای ته رسیدو مخکې لاسلیک نه کړي.
ورځپاڼه لیکي، د جمهور رییس کرزي په دې پرېکړې سره به متحده ایالات، افغانستان ته په خپلو ژمنو له سره فکر وکړي، خو د ورځپاڼې په باور، امریکا باید په دې کار کې زیاته عجله ونه کړي او د عراق اشتباه باید تکرار نه کړي. هغه مهال د امریکا متحده ایالات له عراق سره موافقې ته نه و رسیدلی، خپل ټول عسکر یې وایستل او د بري په اعلان سره له عراقه ووتل.
امریکا په دې عمل سره القاعده شبکې ته په عراق او سوریه کې د پراخو فعالیتونو لار پرانستله.
وال سټریټ ژورنال لیکي، نا څرګند حالت او بې باوري زیان هم لري. همدا اوس زیات شمېر افغان چارواکو د نورو هېوادونو د وزیزو اخیستو اقدام کړی او بېره لري چې، امریکا به له افغانستان څخه خپل ټول عسکر وباسي.
یو شمېر نورو د ځان ساتلو په مقصد له وسله والو مخالفانو سره دوستي پیل کړې ، طالبان هوښیار شوي او د یوې سختې جګړې لپاره تیاری نیسي.
ورځپاڼه زیاتوي، د افغانستان د کورنې جګړې او د سیمې امنیت ته د ګواښونو د اندیښنو له امله ګاونډی هیوادونه پاکستان، هند ، ایران او روسیه وارخطا شوي او هر یو به په افغانستان کې له د خپلو طرفدارو ډلو ملاتړ وکړي.
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه د امنیتي تړون د متن په اړه لیکي؛ په دې سند کې دوې مهمې مسالې نهایي شوي نه دي. یوه دا، دا څرګنده نه ده چې په افغانستان کې به څه شمیر امریکایي عسکرپاته وي، دنده به یي څه وي؟ او له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کي د امریکا ستراتیژي هم نده تعریف شوي.
امریکا چاپ بلې ورځپاڼې، لاس انجلس ټایمز په وروستۍ ګڼه کې په دې اړه لیکلي؛ په داسې حال کې چې د کابل او واشنګټن تر منځ امنیتي تړون د لاسلیک لپاره د ساعت ستنې په چټکۍ سره په حرکت کې دي، دامریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلا کارې سوزان رایس ونشو کړای چې؛ جمهور رییس کرزی د تړون په لاسلیک کولو قانع کړي.
ورځپاڼه لیکي، سره له دې چې مشورتي لویې جرګې دا تړون تایید کړ او له جمهور رییس کرزي څخه یې وغوښتل چې؛ د سند د لاسلیک لپاره باید د امریکا له خوا ټاکل شوې نېټه ومني؛ خو جمهور رییس کرزي د دغه سند د لاسلیک لپاره نوي شرطونه کیښودل او نوی ستونزې یې په کې رامنځ ته کړې.
لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه زیاتوي؛ دا په داسې حال کې ده چې، د امریکا متحده ایالاتو ویلي، د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره دا مهال چمتو دي.
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه بل مضمون کې د یوه امریکایي چارواکي خبرې راخیستي چې؛ د نامه له ښودلو یې ډډه کړي او وایي، کیدای شي چې، د تړون په اړه د نظرونو اختلاف دوام وکړي؛ خو بالاخره دا امریکا ده چې په افغانستان کې ځواکونه لري او په اړه یې باید پریکړه وکړي.