د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۰

"په راتلونکو انتخاباتو کې هیچا ته د لاسوهنې اجازه نه ورکړل کیږي"


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي؛ د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات یوه افغاني پروسه ده؛ افغانان به یې ترسره کوي او امریکا یا کوم بل هیواد په کې هیڅ رول نه لري.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس یوسف نورستانی وايي؛ راتلونکو انتخابات افغانان په خپله کوي او امریکا ته په کې د لاسوهنې حق نه ورکوي:

"انتخابات د افغانستان د خلکو حق دی، دا حق به هیچاته ورنه کړو، که امریکا وي او که کوم بل هیواد. دا پروسه به د افغانانو وي."

نوموړي دا خبرې په هغې غونډه کې وکړې چې؛ د قرعې له لارې د رایې ورکولو په پاڼو کې د جمهوري ریاست د یولسو کاندیدانو د نومونو ترتیب تثبیت شو.

جمهور رییس کرزې د راتلونکو انتخاباتو لپاره له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک کېدل ځنډولي دي.

نوموړي ویلي لومړي دي؛ امریکا په افغانستان کې د راتلونکو انتخاباتو شفافیت تضمین کړي بیا به دغه تړون کیږي.

ښاغلي کرزي په امریکا تور لګولی چې؛ د جمهوري ریاست په تېرو انتخاباتو کې یې لاسوهنه کړې؛ خو امریکايي چارواکو دا ادعاوې رد کړي.

افغان حکومت وايي، دوه امریکایي لوړ پوړو چارواکو ویلي چې؛ د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات به دویم دورته لاړ شي.

د دې اندیښنو پر وړاندې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس وویل؛ ممکن داسې وضعیت رامینځته نه شي او که بیاهم انتخابات دوهم دورته لاړ شي، دوی اماده دي چې دویم دور یې هم په دوو اونیو کې ترسره کړي.

بل خوا د فیفا یا د ازادو او عادلانه انتخاباتو د موسسې رییس "جانداد سپین غر" وايي چې؛ په انتخاباتو کې د داخلي او بهرنۍ لاسوهنې امکان شته:

"په افغانستان د انتخاباتو سیسټم نوی دی؛ تخنیکی وسایل یې هم د نورو هېوادونو په څیر پرمختللي نه دي. نو د دې له امله د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید ډېره هڅه وکړي، ځکه په داسې حالاتو کې د مداخلې امکانات شته."

ټاکل شوې ده د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شورا ګانو انتخابات راتلونکي انتخابات د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل په شپاړسمه ترسره شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون داهم وایي؛ تراوسه د هېواد پنځه ولسوالۍ او په مجموع کې د نوم لیکنې دوه سوه نهه پنځوس مرکزونه له امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

خو امنیتي ارګانونه وایي، دوی تدابیر نیولي چې د انتخاباتو تر دایرېدو پورې د دې ځایونو امینت هم ونیسي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG