نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار د څلورمې حوزې اړوند د تاسیساتو امنيتي پوستې په پینځه مترۍ ساحه کې د ځای پرځای شوی ماین چاودنه شوې؛ چې په کې پینځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ولایت ویاند احمدضیا عبدالزی وايي ، چې په دې چاودنه کې دوه تنه عام خلک، چې له سیمې څخه تیریدل وژل شوي دي.
بل خوا د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول محمد نعمان هاتیفي ازادۍ راډيو ته ویلي؛ چې په دې چاودنه کې د دوی د تاسیساتو د پوستې درې تنه سرتيري ټپیان شوي دي:
"نن سهار څه باندې اته بجې، زموږ د تاسیساتو پوستې سره په نیږدې ساحه کې، د وطن دښمنانو د یوه سړک ترغاړې مان ځای پرځای کړی و؛ چې دوه تنه ملکي وکړي يې هم قربانیان شول او زموږ د تاسیساتو د پوستې درې تنه زخميان شوي دي."
د چاودنې شاوخوا سیمه کې ملکي خلک میشت دي او له خلکو سره اندیښنه هم داده؛ چې له یوې امنيتي پوستې سره په دومره نیږدې سیمه کې ماین ځای پرځای کیږي، نو د د نورو عامو خلکو امنيت به څنګه خوندي شي.
د ننګرهار د ولایتي شورا وکیل جاوید زمان هم دا خبره کوي او په خبره يې، امنيتي ځواکونه باید دومره ویده ونه اوسي؛ چې د پوستې سره نیږدې سیمه کې چاودنه کیږي:
"دا نن پېښه تاسې ولیده، چې د ملي اردو پورې اړوند سیمه کې د ماین چاودنه وشوه او دوه تنه ملکيان ووژل شول او درې تنه زموږ د ملي اردو سرتیري هم ټپیان شول نو زموږ غوښتنه له امنيتي چارواکونه دا ده، چې امنيتي ځواکونه باید دومره ویده ونه اوسي؛ چې د دوی په امنيتي ساحه کې ځای پرځای کیږي او بیا قربانیان يې هم ملکي وکړي وي."
خو د ملي اردو چارواکي بیا وايي، چې د دولت وسله وال مخالفين اوس د مخامخ جګړې توان نه لري او اوس زیاتره د سړک تر غاړې ماینونه ځای پرځای کوي؛ چې د پېښې قربانيان هم ملکي وګړي وي.
د ویلو ده، چې د دې پيښې مسوولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
راپور: شاه محمود شینواری - ننګرهار