د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۴

حق او عدالت ګوند: امنیتي-دفاعي تړون باید ژرترژره لاسلیک شي


د افغان حکومت د سیاسي اپوزیسون یو شمیر ډلې له ولسمشر حامد کرزي څخه غواړي چې د روان میلادي کال تر پای ته رسیدو مخکې دې له واشینګټن سره د امنیتي او دفاعي همکاریو قراداد لاسلیک کړي.

د افغانستان د حکومت سیاسي اپوزیسون د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي او دفاعي قرارداد پر وخت لاسلیکول د افغانستان د خلکو د راتلونکې لپاره مهم ګڼي او له ولسمشر حامد کرزي غواړي چې؛ د دې سند په لاسلیک کې دې ځنډ نه کوي.

د افغانستان د حق او عدالت ګوند له ولسمشر کرزي غواړي چې؛ دا فرصت دې له لاسه نه ورکوي او د روان میلادي کال تر تمامیدو مخکې دې امریکا سره دا سند لاسلیک کړي.

د دې ګوند معاون، معین مرستیال په دې اړه د ازادي راډیو ته د خپل ګوند دریځ داسې بیان کړ:

”د حق او عدالت ګوند دریځ تل دا و چې باید امنیتي قرارداد چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند برخه وه، زر تر زره د کابل او واشنګټن ترمنځ لاسلیک شي. دا د دې لپاره چې موږ د سیمې د هېوادونو د ګواښ د مخنیوي په خاطر یو قوي متحد ته اړتیا لرو. اقتصادي ودې او د امنیتي ځواکونو روزنې ته اړتیا لرو.“

د حق او عدالت ګوند وايي، د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون لپاره شته فرصت له جدي خطر سره مخ دی او دوی یې اندېښمن کړي دي.

خو د شنبې په ماښام د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمیل فیضي یو وار بیا د ولسمشر پر هغه دریځ ټینګار وکړ چې؛ غواړي دا سند د ۱۳۹۳ هـ کال د ولسشمرۍ تر انتخاباتو وروسته لاسلیک شي.

ښاغلي فیضي له ازادي راډیو سره خبرو کې وویل؛ د دې سند لاسلیک کول د امریکا له خوا د افغانستان د شرطونو په منلو پورې تړلي دي.

د ښاغلي فیضي په وینا دا شرطونه ولسمشر کرزي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري سره په تیلفوني خبرو کې مشخص کړي:

”افغانستان د دې سند د لاسلیک لپاره خپل شرایط لري؛ دا سند به هغه وخت لاسلیک شي چې؛ موږ ډاډ تر لاسه کړو چې، د افغانستان د خلکو کورونه خوندي دي، د امریکايي پوځي عملیات زموږ د خلکو په کورنو کې نه ترسره کیږي؛ د سولې په پروسه کې امریکا د افغانستان سره ريښتیني همکاري کوي او همدا راز د افغانستان راتلونکې انتخابات به ازاد او عدالانه وي او په ښه ترسره کېدو کې به یې امریکا له افغانستان سره مرسته او همکاري کوي.“

خو د افغانستان ملي ایتلاف وايي، ولسمشر کرزی د دې سند د لاسلیک په ځنډولو سره غواړي؛ خپلې سیاسي ګټې ترلاسه کړي. د ملي ایتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا:

”ولسمشر وايي چې، امریکا دې د شفافو انتخاباتو د کېدو تضمین وکړي؛ په داسې حال کې چې په انتخاباتو کې امریکا هیڅ رول نه لري او د اننتخاباتو د چارو تنظیم د افغانانو په لاس کې دی. نو له دې څرګندیږي چې، ولسمشر کرزی غواړي له امنیتي تړون څخه پر امریکا د فشار د وسیلې په توګه کار واخلي او د امریکا په مرسته د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د خپلې خوښې کاندید بریالی کړي.“

خو د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي دا تورونه چې ګوندې ولسمشر کرزي د خپلې خوښې کاندید ته د امریکا ملاتړ تر لاسه کول غواړي بې اساسه وبلل.

د امریکا متحده ایالات ټینګار کوي چې؛ د روان میلادي کال تر پای پورې باید د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو سند لاسلیک شي.

د امریکايي چارواکو په وینا، دوی او متحدین یې د دې سند تر لاسیک وروسته کافي وخت ته اړتیا لري؛ څو په افغانستان کې د پاتې کیدونو سرتیرو د څرنګوالي په اړه پلانونه جوړ کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ولسمشر کرزي هغه وړاندیز چې وايي، دا سند دې د افغانستان د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته لاسلیک شي؛ ممکن نه دی.

هغه افغانان چې د دې سند د لاسلیک پلویان دي؛ وايي، که چیرې افغان چارواکي پر خپل وخت له امریکا سره د امنیتي او دفاعي همکاریو دا قرارداد لاسلیک نه کړي؛ ښايي امریکا یې هم له لاسلیکولو په شا شي او خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي؛ چې په هغه صورت کې به افغانستان بیا ګاونډیو هېوادونو ته ورپاتې وي او د هغوی د سیالیو ډګر به وګرځي.
XS
SM
MD
LG