د سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، د هند، چین، روسیه، ایران او د سیمې د ځینو نورو هیوادونو پانګه والو په افغانستان کې په بیلابیلو برخو کې پانګونې ته علاقمندي ښودلې.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي؛ د سیمې د ځینو هیوادونو سوداګر او پانګه وال غواړي په افغانستان کې د کرهنې، کانونو، انرژۍ او بیلابیلو نورو برخو کې پانګونه وکړي.
دوی دا لېوالتیا د روانې نومبر میاشتې په اتلسمه نېټه له افغانستان سره د سوداګرۍ په نامه په یوه نړیوال کنفرانس کې چې په نوي دهلي کې جوړ شوی و؛ وښودله.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویاند وحیدالله غازي خیل په دې ازادي راډیو ته وویل چې؛ د سیمې د هېوادونو استازو د کرنې او لوړو زده کړو زده کړو ترڅنګ په نورو برخو کې پانګه اچوونې ته لېواله دي:
"د سیمې د هیوادونو استازو په راتلونکې کې له افغانستان سره د سوداګرۍ او پانګه اچونې په برخو کې علاقمندي وښودله. د کرهنې په برخه کې، د لوړو زده کړو او دغه راز بیلابیلو برخو کې له هغوی سره بحثونه و شول."
ښاغلي غازي خیل وویل، چې په دې نړیوال کنفرانس کې له بیلابیلو هیوادونو څخه شاوخوا دوه سوه او پنځوسو سوداګرو برخه اخیستې وه.
هند تیرکال هم په افغانستان کې د پانګونې د جلبولو په هدف یو نړیوال کنفرانس جوړ کړی و.
په تیرو شاوخوا دولسو کلونو کې له افغانستان سره د هند مالي مرسته دوه ملیارډه ډالرو ته رسیږي.
ښاغلي غازي خیل دغه راز وویل؛ چې هند به په راتلونکې کې د ایران د چابهار بندر له لارې له افغانستان او د منځنۍ آسیا له هیوادونو سره سوداګري پیل کړي.
خو د چارو کتونکي وايي، په افغان دولت کې اداري فساد او اوسنۍ سیاسي وضع د دې سبب کیږي چې؛ بهرني پانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه نه کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد اکبر په دې اړه وايي که امنیتي او نورې ستونزې حل نشي، په افغانستان کې د بهرنیانو پانګه اچوونې ناشونې ده:
"یو سالم سیاسي انتقال کولای شي په افغانستان کې پانګه اچونې ته خوشبیني پیدا کړي. خو که دا سیاسي انتقال بیا هم داسې وي چې؛ مافیایې کړۍ تسلط پیدا کړي، امنیت نه وي او د پانګه والو ځان او مال خوندي نه وي. دغه راز مالیاتي سیسټم په همدې شکل روان وي لکه اوس چې دی، نو زه فکر کوم بهرني پانګه اچونکي به هم دلته له پانګونې څخه اندیښمن وي."
په دې وروستیو کې په افغانستان کې ځینو هغو لویو پروژو ته امنیتي او نورې ستونزې پیدا شوې چې بهرنیانو په کې پانګونه کړې.
د لوګر د مس عینګ او په شمال کې د تیلو د استخراج پروژو ته چې چینایان یې پر مخ وړي امنیتي ستونزې پیدا شوي.
خو افغان چارواکو تل ډاډ ورکړی چې؛ په افغانستان کې د بهرنیانو پانګونې ته زمینه برابره ده.