د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

ایا د امریکایي عسکرو قضایي مصونیت به په تړون کې راشي؟


زیات شمېر لویدیځو ورځپاڼو په کابل کې د مشورتي لوې جرګې په اړه مقالې او مضمونونه خپاره کړي او د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون په اړه یي څرګندونې کړي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په دې اړه لیکي:

له څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د اوږدې مودې حضور په اړه مذاکرې او بحثونه روان وو، خو یو دم یو ډول شخصي حرکت پیل شو او دا مسله راپورته شوه چې؛ د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما دې له هغو افغانانو نه بخښنه وغواړي چې؛ په افغانستان کې د دیره امریکایي عسکرو د غلطیو یا اشتباه ګانو له امله زیانمن شوي دي.

ورځپاڼه لیکي:

افغان چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل، که چېرې جمهور رئیس بارک اوباما افغانستان ته د بخښنې لیک واستوي، جمهور رئیس کرزی به یي په بدل کې د افغانانو په کورونو باندې د امریکایي عسکرو د تروریزم ضد عملیاتو له مخالفته لاس واخلي.

دا مسله په تیرو دولسو کالو کې د افغان حکومت او متحده ایالاتو ترمنځ یوه لانجمنه مسله وه.

د ورځپاڼې په باور، که چېرې دا مساله حل شي، د هغه تړون یا سند لاسلیک کېدو ته به لار هواره شي چې له مخې به یي له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې یو شمېر امریکایي عسکر پاته شي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې افغانستان ته د امریکا د جمهوررئیس د لیک په اړه د جمهور رئیس حامد کرزي د ویاند ایمل فیضي خبره راخیستي چې؛ وایي، د جمهور رئیس بارک اوباما لیک به د بخښنې معنی ولري، خو فیضي د بخښنې غوښتلو خبره نه ده کړي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي او دفاعی تړون د لاسلیک لپاره به د جمهوررئیس بارک اوباما لیک هم کافی نه وي. متحده ایالات هڅه کوي چې د نوي عیسوي کال مخکې دا سند لاسلیک شي.

نیویارک ټایمز وړاندي لیکي: افغانانو دا سند مشورتې لوي جرګې ته راجع کړی او نن به ورباندې بحثونه پیل شي. عام افغانان د دغه سند په اړه زیات معلومات نه لري.

د سولې او جګړې انسټیټیوټ خپرونې هم د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون په اړه یو مضمون خپور کړی او سر لیک یي ورکړی:

ایا د امریکایي عسکرو قضایي مصونیت به په تړون کې راشي؟

خپرونه لیکي: مشورتي لوې جرګې ته د افغانستان د بېلابېلو سیمو استازي راټول شوي او د قضایي مصونیت په ګډون، د اختلاف وړ مهمو مسلو په اړه بحثونه کوي.

په دې جرګې کې شاوخوا درې زره کسانو ګډون کړی، خو یو شمېر څیړونکي په دې باور دي چې دا جرګه د دې ډول مسلو د پریکړې صلاحیت نه لري.

خپرونه زیاتوي، د جرګې د مشروعیت او د امنیتي او دفاعي تړون د څرنګوالې په اړه مختلف غبرګونونه رامنځ ته شوي دي.

د خپرونې په باور، جمهوررئیس کرزي جرګې ته د یو ډول مشروعیت ورکولو په مقصد له طالبانو او حزب اسلامي ډلې څخه وغوښتل چې؛ په جرګه کې ګډون وکړي.

د سولې او جګړې انسټیټیوټ خپرونه لیکې: طالبانو څو ورځې وړاندې د لوې جرګې محل ته نږدې د یوې ځان وژونکې حملې په واسطه چې لس کسان په کې ووژل شول، له جرګې سره خپل مخالفت او نه ګډون په ډاګه کړ.
XS
SM
MD
LG