د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

بیروت: چاودنې د ایران سفارت د مطبوعاتي اتشه په ګډون ۲۳ تنه ووژل


په بیروت کې د ایران سفارت ته نژدې دو ځان وژونکو بریدونو د ایران د سفارت د مطبوعاتي اتشه په ګډون ۲۳ کسان ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل.

یوه چاودنه د ایران د سفارت د مرکزي دروازې مخې ته وشوه چې؛ ورسره د سفارت درې پوړه ودانۍ ونړېده. د ایران سفارت د بیروت په هغه سیمه کې دی چې هلته د حزب اله شیعه ډلې مرکز دی او دغه ډله په ګاونډي سوریه کې د بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي.

په بیروت کې د ازادي راډیو خبریال جزایري د چاودنې له ځایه وویل:

"امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې، خلک نه پریږدي چې سیمې ته ورنژدې شي. دوی موټر هم نه پریږدي یوازې امبولانسونه او د چارواکو موټرو ته اجازه ورکوي چې، سیمې ته ننوځي. ځواکونه د سیمې خلک هم پسې اخلي نو د خبریالانو کار هم سخته دی، ځکه چې سیمې ته یې نه ورپریږدي."

تر اوسه دا څرګنده نه ده چې، دا چاودنې د سوریې له شخړو سره ارتباط لري که نه لري؛ خو د اسوشیېټډ پریس اژانس د راپور له مخې په وروستیو کې په بیروت کې د حزب اله پر غښتلي مرکز بریدونه د ځینو په باور د دې څرګندونه کوي چې دا د سني افراطیانو د انتقام هڅې دي چې؛ د سوریې د جګړې لپاره یې اخلي.

د حزب اله په دغه غښتلي مرکز کې د اګست په ۱۵ هم موټر بم چاودنې ۲۷ تنه ووژل او تر ۳۰۰ ډير یې ټپیان کړل. د جولای په میاشت کې بیا په دې سمه کې چاودنې تر پنځوسو ډېر کسان ژوبل کړل.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې "مرضیې افخم" ایرنا اژانس ته وویل چې؛ دا کار د اسراییل د صهیونستي رژیم دی.

په لبنان کې د ایران سفیر "غضنفر رکن ابادي" د حزب اله له "المنار" تلویزیون سره په خبرو کې وویل چې؛ شیخ ابراهیم انصاري وژل شوی دی او انصاري یوه میاشت مخکې مطبوعاتي اتشه ټاکل شوی و چې؛ له دې ځایه یې د ټولې سیمې د رسنیو فعالیتونه څارل.

د لبنان د روغتیا وزیر علي حسن خلیل د تلفاتو په اړه څرګنده کړه چې؛ ۲۳ کسان وژل شوي او ۱۴۶ نور ټپیان شوې دي.

د سفارت یوه ساتونکي د نوم نه څرګندونو په شرط اسوشیېټډ پریس اژانس ته وویل چې؛ داسې ګومان کوي چې، لومړۍ چاودنه د یوه موټرسایکل په واسطه وشوه او بیا دوهمه موټر بم چاودنه وه چې ډیر ورانی یې پیښ کړ.

د لبنان امنیتي چارواکو دا تایید کړه چې؛ دغه چاودنې ځان وژونکې وې، خو دغو چارواکو هم د نومونو له څرګندونو ډډه کړې ده.
XS
SM
MD
LG