د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتو جګپوړیو چارواکو د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته له ا فغانستان سره د امنیتي تړون په اړه معلومات ورکړل.
تیره میاشت په کابل کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د امنیتي تړون پر جزییاتو خبرې کړې وې او ویلي یې وو چې؛ یوې موافقې ته رسیدلې دي، خو تازه خپاره شوي جزییات پر دې دلالت کوي چې لا هم په ځینو برخو کې اختلافات شته.
کانګرس ته یو شمېر نژدې کسان وایي چې؛ امریکا له افغانستان سره د امنیتي همکاریو د تړون په مسودې کې پر دې خبرې ټینګار کړی دی چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته باید په افغانستان کې امریکایي پوځیانو او قراردادیانو ته د افغانستان د محاکمو په وړاندې قضایي مصونیت ورکړل شي.
دغه مساله به مشورتي لویه جرګه وڅیړي او ولسمشر کرزي وار له مخه ویلي دي، که امریکایي پوځیان په افغانستان کې پاتیږي باید د شپې په مخه له تلاشیو لاس واخلي.
اسوشیتد پریس اژانس کانګرس ته د نژدې کسانو په وینا څرګندوي چې دوی د دې تړون د مسودې یوه کاپي ترلاسه کړې ده او په هغې کې دا خبره هم شوې ده چې د امریکا حکومت او هغه کمپنۍ چې په افغانستان کې پاتیږي هغوی به افغان حکومت ته مالیه نه ورکوي او امریکایي پوځیان که چیرته قانون تر پښو لاندې کوي د افغانستان په محکمو کې به نه محاکمه کیږي او په امریکا کې به محاکمه کیږي.
په دې مسودې کې په افغاسنتان کې د پاتي کیدونکو امریکایي پوځیانو شمیر نه دی څرګند شوی، خو دا پکې ویل شوې دي، که چیرته د امریکا حکومت وغواړي نو پوځیان یې د کابل بهر هم په عملیاتو کې برخه اخیستلی شي.
د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې غړی جمهوري غوښتونکی باب کراکر وایي، زه د مالیو له مسالې سره او د پوځیانو او ملکي امریکایانو د قضایي مسوولیت له مسالې سره موافق یم، خو لا هم یو دوه داسې موارد شته چې تر اوسه پرې موافقه نه ده شوې.
اسوشیتد پریس اژانس د ډیموکرات ګوند د یوه سناتور باب مینیندیز خبره هم رااخیستې ده چې وایي، د تړون پر لویې برخې موافقه شوې ده، خو دغهَ سناتور په دې برخه کې نور توضیحات ورنه کړل.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي د دوشبنې په ورځ څرګنده کړه چې په کابل کې تیره میاشت موافقه شوې وه خو بیا هم د دې تړون په اړه په طبیعي ډول بحثونه روان دي څو تر وروستۍ موافقې مخکې هم پر دې مسالې کار وشي.
جین ساکي زیاته کړه چې؛ دغه تړون د دواړو لوریو په ګټه دی او امریکا د افغانانو له لورې د سلامشورو هڅو ته احترام کوي.
د دوشنبې په ورځ د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي وویل، د شپې په مخه د امریکایي ځواکونو تلاشي د افغانستان حاکمیت تر سوال لاندې راولي او دا د افغانانو ابتدایي حق دی چې د شپې په مخه یې څوک کورونو ته ورنه شي.
تر اوسه د کانګرس غړیو ته دا اجازه نه ده ورکړل شوې چې د امنیتي تړون په اړه په جزییاتو علني خبرې وکړي.
خو د اسوشیتد پریس اژانس په باور دغه تړون د ولسمشر کرزي د حکومت لپاره دا اهمیت لري چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به امریکایي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي او د اوباما د ادارې لپاره یې اهیمت دا دی چې د خپلو هڅو لپاره به یو قانوني چوکاټ پیدا کړي.
د اسوشیتد پریس اژانس په وینا امریکا غواړي چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شي او ډاډه شي چې دغه خاوره په راتلونکې کې د القاعده په پناهځای نه بدلیږي.