د پاکستاني وسله والو طالبانو مرکزي وياند شاهد الله شاهد خبردارى ورکړى، چې د پاکستان ډېرو ښارونو ته ېې ځانمرګي بريدګر لېږلي، څو په دغو ښارونو کې امنيتي ځواکونونه، دولتي ودانۍ او سياسي مشران په نخښه کړي.
پاکستاني رسنيو د شاهد الله شاهد له قوله خبر ورکړى، چې پاکستاني وسله والو طالبانو د نومبر په لومړۍ نېټه په شمالي وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د خپل وژل شوي مشر حکيم الله مسود د بدل اخيستو په هدف په نزدې راتلونکي کې د پاکستان په ډېرو ښارونو کې د لويو ترورېستي بريدونو خبردارى ورکړى دى.
راپور همداراز ليکي، چې د پاکستاني طالبانو نوى مشر ملا فضل الله ګواښ کړى، چې له حکومت څخه د بدل اخيستو په هدف به په دغه هېواد کې د واکمن ګوند او يو شمېر نورو ګوندونو مهم غړي په نخښه کړي او "دوى ته به د امريکا د ملاتړ درس ورکړي."
د پاکستان د سياسي او روانو چارو کارپوه حسن خان له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، چې ښايي په راتلونکي کې د خېبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په ډېرو ښارونو کې وضعيت خراب شي او په خبره يې، وسله والو تل عام خلک په نخښه کړي دي:
"دا خلک چې کوم دى، که دا افغاني طالبان دي که پاکستاني طالبان دي، دوى خو مخکې هم دوى ته نه دي کتلي چې حالات ښه دي که نه دي، حکومت خبرې کوي نه کوي، خو دوى خو همېشه عام خلک ټارګټ کړي دي. که چېرې دوى دا فيصله کړې وي، نو دا به دوى ته ډېر نقصان ورسوي. ټهيک ده په اولو کې به پېښور او نورو ښارونو کې په وقتي طور حالات خراب شي، خو زما په خيال چې دوى ته به هم ډېر زيان ورسېږي. "
د خيبر پښتونخوا يو تن جګپوړي امنيتي چارواکي د خپل نوم نه ښودو په شرط ازادي راډيو ته وويل، چې د وسله والو طالبانو تر ګواښ وروسته يې په ښار کې تلاشي عمليات پيل کړي دي او د دولتي ودانيو او سياسي مشرانو امنيت يې زيات کړى دى.
ياده دې وي، چې د نومبر په لومړۍ نېټه په پاکستان په شمالي وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د پاکستاني وسله والو طالبانو د مشر تر وژل کېدو وروسته پاکستاني طالبانو ملا فضل الله خپل نوى مشر وټاکه او نوموړي له پاکستاني حکومت سره له خبرو اترو انکار او د خپل پخواني مشر د غچ اخيستو اعلان وکړ.
راپور: ذبيح شفق