د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۴

معلومه نه ده چې د سوريې کيمياوي وسلې به چېرته له منځه وړل کیږي

د کيمياوي وسلو نړيوالو څارونکو د جمعې په ورځ د سوريې د کيمياوي وسلو د له منځه وړلو پلان رسما تصويب کړ.

دا پريکړه د دې سربيره وشوه چې؛ البانيا په خپله خاوره کې د دې وسلو له تخربيدو سره مخالفت وکړ.

د کيمياوي وسلو د مخنوي سازمان يا (او. پي. سي. ډبليو) د يوې اوږدې غونډې په ترڅ کې رسماً موافقه وکړه چې؛ د سوريې کيمياوي وسلې به له منځه وړي، خو دا يې ونه ويل چې چيرته به دغه وسلې ويجاړوي.

سوريې له خپلې خاورې بهر د دې وسلو د تخريبيدو غوښتنه کړې ده.

تر دې مخکې د البانيا صدراعظم "ايډې راما" اعلان وکړ چې؛ دا ناممکنه ده چې البانيا د دغو وسلو د تخريبيدو په عملياتو کې برخه واخلي.

”البانيا ته په پوره وفادارۍ، زموږ مهمو دوستانو او همکارانو ته په درناوي سره، زما پرېکړه دا ده چې د البانيا لپاره دا ناممکنه ده څو په دې عملياتو کې شامله وي.“

البانيا په دوه زره اووم کال کې د خپلې کمونستي دورې کيمياوي وسلې د امريکا په تخنيکي او اقتصادي مرسته له منځه وړې وې.

اوس امريکا له البانيا غوښتي وو چې؛ اجازه ورکړي چې د سوريې کيمياوي وسلې د دوی په خاوره کې له منځه يووړل شي.

البانيا د ناټو غړيتوب لري او د امريکا نژدې ملاتړي هيواد دي. پرون د البانيا په مرکز تيرانا کې په زرګونو کسان لاور کوڅو ته راووتل او د حکومت د اعلان انتظار يې کاوه.

د صدراعظم راما اعلان په مستقيم ډول د تيرانا په مرکزي چوک کې د تلويزيون د سترې پردې له لارې خپور شو؛ چې خلکو په چکچکو بدرګه کړ.

بل لور ته په واشنګتن کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياندې "جين ساکي" وويل؛ دغه پريکړه به د امريکا او البانيا پر اړيکو ناوړه اغيز ونه کړي:

"موږ د البانيا د نظر درناوي کوو چې؛ په خپله خاوره کې د کيمياوي وسلو له منځه وړل ورته ډير جدي ورته ښکاره شوې دي."

جين ساکي زياته کړه چې، امريکا ډاډه دی چې، دغه کيمياوي وسلې به له ټاکلي جدول سره سم په خپل وخت له منځه يووړل شي.

له اټکل سره سم سوريه زر ميټريک ټنه کيمياوي وسله لري.

په سپټمبر کې سوريې وروسته تر دې دا ومنله چې کيمياوي وسلې دې تخريب شي چې امريکا تر دې يوه مياشت مخکې دمشق ته څيرمه د کيمياوي وسلو د استعمال له امله د سلګونو کسانو له وژلو وروسته پر سوريې د بريد خبرداري ورکړ.

د ملګرو ملتو د امنيت شورا له پريکړه ليک سره سم بايد د سوريې کيمياوي وسلې د دوه زره څوارلسم کال د جون تر ديرشمې له منځه يووړل شي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG