د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۳

پشه يي: لويي جرګې لپاره نوي فیصده چمتوالی نیول شوی دی


له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون په اړه د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون مسوولین وايي، چې د دې جرګې د جوړیدو لپاره نوي فیصده چمتوالی نیول شوی دی.

د دې کمیسون ویاند وايي، ډيرژر به کابل ته د جرګې د غړیو رسیدل پیل شي.

د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون مسوولین وايي چې؛ تر راتلونکو درېیو ورځو پورې به د دې جرګې ټول غړي کابل ته راشي ترڅو په مشورتي جرګې کې د ګډون کارټونه ترلاسه کړي.

د دې کمیسیون ویاند عبدالخالق حسیني پشه يي د پنجشنبي په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې؛ له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک لپاره له دوه زرو پنځو سوو نه ډير کسان راغوښتل شوي دي.

نوموړي وویل چې؛ مشورتي لویې جرګې ته نوي فیصده اماده ګي نیول شوې:

" د مشورتې لوي جرګې کارونه تقریبآ نوي سلنه بشپړ شوې دي، د دې جرګې ټول مصارف د افغان ولسمشر د ځانګړي ۹۱ کود څخه چې د ولسمشر کرزي اضطراري کود دی له دې کود څخه مصرفیږي او د دې جرګې تالار او نور ملحقات د تیري جرګې څخه پاتي چې له هغې نه به هم ګټه واخیستل شي."

مشورتي لویه جرګه له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک لپاره د پنجشنبې په ورځ په کابل کې جوړیږي.

ښاغلي پشه یي وویل چې؛ د جرګې ټول ګډون کوونکي به پنځوسو کمیټې ویشل کیږي او بیا به په کمیټو کې پر امنيتي سند بحث کیږي.

د هغه په وینا د جرګې په لومړی ورځ به د خلکو د استازیو ترڅنګ په کابل کې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو ډیپلوماتان هم په تشریفاتي بڼه ګډون وکړي.

له بلې خوا د دې جرګې جوړیدل د ملي شورا د یو شمېر غړیو مخالفتونه هم راپارولي دي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد عالم ایزدیار د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل چې؛ د دې جرګې جوړیدو سره یو شمېر سناتوران مخالف دي، خو ځیني ورسره موافق هم دي.

نوموړي د مخالفتونو عوامل داسې په ګوته کړل:

"موږ کیدای شي په دې رايي ګیري ونه کړو، خو سناتوران د دې حق لري چې خپل نظریات په انفرادي ډول وړاندې کړي، تر هغه ځایه چې لیدل کیږي یو شمېر د دې جرګې سره موافق دي او ځیني مخالف کسان هم شته چې استدالال کوي او وايي چې؛ د دې جرګې پریکړې الزامي نه دي، په دې اساس دا یواځې اضافي وخت نیسي او افغان دولت باید دغه جرګه يي نه وه جوړه کړې."

خو افغان حکومت تل ټينګار کړی چې؛ په جرګې کې به پر امنیت او دفاعي سند یوازې مشوره کیږي او له قانون سره سم به دا تړون د تصویب لپاره ملي شورا ته هم ځي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو ځیني کتوونکي وايي چې؛ پاکستان او ایران هم د دې جرګې له جوړیدو سره مخالف دي.

د کابل پوهنتون د حقوقو استاد نصرالله ستانکزی وايي چې؛ ایران او پاکستان په هیڅ صورت نه غواړي چې امریکا په افغانستان کې د دوي د نفوذ مخه ونیسي:

"پاکستان نه غواړي چې؛ یو غښتلی ګاونډی چې هغه یو بین المللي متحد لکه امریکي متحده ایالات او ناټو سازمان له هغه سره وي، د پاکستان ستراتیژي دا ده چې؛ په افغانستان کې یو ضعیف دولت موجود وي او له بلې خوا د ایران د نفوذ ساحه نیول کیږي چې؛ ایران غواړي خپل د نفوذ ساحه په افغانستان کې پراخه کړي."

خو پوښتنه دا ده چې که له امریکا سره امنیتي تړون وشي نو دا به د افغانستان په چارو کې د بهرنیو هېوادونو مداخله بنده کړای شي او که نه؟!

د سیاسي چارو کار پوه ودیري صافی وايي، دا تړون ګاونډي هېوادونه مجبورولای شي چې؛ د افغانستان په چارو کې لاس وهنه بنده کړي.

نوموړي د دې جرګې جوړیدل د افغانستان په ګټه بولي:

"زما په نظر له امریکا سره د امنیتي تړون امضاه کول د افغانستان په ګټه دی، ځکه موږ په اقتصادي، پوځي او نورو برخو کې ډيرې ستونزې لرو، ترڅنګ يي د ګاونډيو هېوادونو تر تهدید لاندې هم قرار لرو، نو که چېرې داسې یو تړون لاسلیک کړو او امنیت تامنین کړي د افغانستان په ګټه دی."

خو د صافي پر خلاف ځیني نور کتوونکي او سیاسي ډلې بیا له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون له لاسلیک کیدو سره مخالف دي.
دوي وايي چې؛ که له امریکا سره امنیتي تړون وشي او په افغانستان کې یو شمېر امریکايي عسکر پاتې شي، نو دا به په سیمه کې د ځینو هېوادونو حساسیتونه راوپاروي او خپلې مداخلې به زیاتې کړي.

خو جمهور رییس حامدکرزی څو څو ځلې ویلي، داسې یو تړون به لاسلیک نه کړي چې؛ د افغانستان ملي ګټې په کې خوندي نه وي او یا هم ګاونډیو هېوادونو ته کوم خطر متوجه کړي.

راپور: ناجیه "ساپۍ"
XS
SM
MD
LG