د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې مرستیال وايي چې؛ کابل ښار په هیواد کې دننه د مخدره موادو د قاچاق تر ټولو مهمه لاره ده.
باز محمد احمدي د سه شنبې په ورځ په کابل کې د ۲۰ ټنو مخدره مواد د سوځولو پر وخت وویل؛ چې دا مواد په تیرو لسو میاشتو کې د کابل ښار په بیلابیلو سیمو کې نیول شوي.
هغه وویل چې، په همدې موده کې په کابل کې شپږ سوه کسان هم د مخدره موادو په قاچاق کې د لاس لرلو په تور نیول شوي.
"د ۱۳۹۲ کال د شمېرو له مخې کابل ښار د نشه يي توکو د قاچاق یو لویه لار ده؛ چې له ختیځ څځه جنوب او له شمال څخه جنوب لویدیځ ته قاچاق کیږي؛ چې له دې سره په کابل کې زموږ مسوولیتونه او فعالیتونه جدي حالت ته رسېدلي دي."
د کورنیو چارو وزارت وايي، په هغو موادو کې چې د سې شنبې په ورځ وسوځول شول، هیروین، تریاک، چرس، تیزاب، مورفین، کیمیاوي مواد او الکولي مشروبات شامل وو.
ښاغلي احمدي وویل چې، په نږدي ورځو کې به د پولیسو له خوا په کابل ښار کې د مخدره موادو د قاچاق کوونکو پر ضد تصفیوي پوځي عملیات پيل شي.
په ورته وخت کې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال محمد ابراهیم ازهر وايي، په افغانستان کې د مخدره موادو په وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان تازه سروي ښیې چې سږ کال په افغانستان کې د مخدره موادو تولید او قاچاق زیات شوی دی.
نوموړي وویل چې دا سروې به ډير ژر خپره شي.
په عین وخت کې په افغانستان کې د "یو ان او ډي سي" یا له مخدره مواد او جرایمو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې سازمان مشر جانلوک موجوده ادارې فساد د مخدره مواد د مبارزې په وړاندې یو جدي ستونزه بولي:
"د دې لپاره چې کامیابه شو، موږ باید له ټولو سره په مجموع کې یوه مبارزه پر مخ یوسو، د اداري فساد په اړه باید فکر وشي، د کابل بانک د بحران په اړه، په حساب ورکونه کې نه شفافیت، مخدره مواد او نورو ټول ستونزو په اړه باید فکر وشي، دا ټول مسایل په مجمع کې سره یو دي او له دوی په جلا جلا توګه مبارزه زموږ سره مرسته نشي کولای."
که څه هم افغان دولت او نړیوالې ټولنې په تیرو شاوخوا لسو کلونو په افغانستان کې له مخدره موادو سره مبارزه کړې، خو افغانستان لا هم د نړۍ تر ټولو ډير مخدره مواد تولیدوي.
له همدې امله په افغانستان کې د مخدره روږدي کسان هم زیات دي او د یو ان او ډي سي ارقام ښيي چې شاوخوا یو ملیون کسان پکې په نشو روږدي دي.
راپور: مرضیه احمدزۍ