د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

برمک: له امنیتي تړون سره مخالفت د سیمې د هېوادونو په لمسون کیږي


د سولې په انستیتوت کې افغان کارپوه برمک پژواک
د سولې په انستیتوت کې افغان کارپوه برمک پژواک
له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون په اړه چې؛ په نژدې راتلونکي کې به یې په مشورتي لویه جرګه کې پریکړه کیږي، په دې وروستیو کې یو شمېرسیاست والو انتقادونه زیات کړي چې؛ دا تړون د افغانستان په ګټه نه دی.

یو شمېر نور بیا له امریکا سره د افغانستان د امنیتي او دفاعي همکاریو تړون د دې هېواد د راتلونکي ثبات لپاره حیاتي بولي.

د واشنګټن د سولې په انستیتوت کې افغان کارپوه او د افغانستان او پاکستان د پروګرام مسوول برمک پژواک وایي، یو شمېر کسان چې له دغه تړون سره مخالفت ښیي، ښایي د سیمې د هېوادونو په لمسون دا کار کوي.

د هغه په وینا افغانستان چې له هره پلوه د نړېوالې ټولنې په تیره بیا د امریکا دوامدارو مرستو ته اړتیا لري، دا یې په ګټه ده چې نه یواځې له امریکا بلکه د نړۍ له نورو هېوادونو سره هم د اوږد مهاله همکاریو سندونه لاسلیک کړي.

ښاغلي پژواک چې د افغانستان او پاکستان له تازه سفره بیرته امریکا ته په لاره پرون یې په پراګ کې د ازادی راډیوله مرکزي دفتره کتنه وکړه.

نوریاس نوري ورسره مرکه کړې او لومړی یې د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون په اړه د راپورته شویو انتقادونو په باب پوښتنه کړې چې؛ دغه انتقادونه څومره پرځای دي؟

ښاغلي پژواک یې په ځواب کې وویل:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:08 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG