د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار خان وايي: حکومت او پوځ يې له افغان دولت سره ښې اړيکي لري او نه غواړي، چې په دغه هېواد کې د کومې مشخصې ډلې ملاتړ وکړي.
نوموړي د دوشنبې په ماښام د پاکستان ولسي جرګې يا پارلمان ته د حکومتي پاليسو په اړه په وينا کې وويل، چې افغان طالبان له پاکستاني حکومت، پوځ او نورو ادارو سره ښې اړيکي لري او په وينا يې، چې اوس پر طالبانو د مشرف د مهال ظلمونه، نه کېږي.
نوموړي په دې اړه وويل:
" له افغان طالبانو سره (زموږ) اړيکي او حالات ښه دي، تاسو ته معلومه ده چې د مشرف په دوره پر افغان طالبانو ډېر ظلمونه شوي دي، تاسو د هغوى د سفير کتاب ولولئ، نو تاسو ته بۀ هر څه د لمر په شان څرګند شي.
شمالي ټلواله په تېرو دولسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د پاکستان له حکومت، پوځ او د پاکستان له ايجنسيو سره ښې اړيکي لري. د کرزي صيب له حکومت سره هم زموږ اړيکي ښې دي او د پاکستان حکومت، پوځ او خلک په دې هڅه کې دي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله راشي. افغان ولس حق لري، چې خپل برخليک پخپله وټاکي، موږ د افغانانو د لومړيتوبونو درناوى کوو. "
هغه وويل، چې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو له امله له پاکستاني وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو بهير وځنډېد او په وينا يې، امريکا دا ځل پر سولې بريد کړى دى.
د پاکستان حکومت د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د پاکستاني وسله والو طالبانو د مشر تر وژل کېدو وروسته لا هم د هغوى سره د سولې د خبرو لړۍ غځول غواړي.
خو پاکستاني طالبانو د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه د افغانستان پولې ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې د خپل مشر حکيم الله مسود تر وژل کېدو وروسته له حکومت سره له خبرو اترو انکار کړى او ددغه هېواد په سترو ښارونو، په ځانګړې توګه په پنجاب کې يې د ترهګريزو بريدونو ګواښ کړى دى.
بلخوا افغان دولت په وار وار پر پاکستان تور لګولى، چې ددغه هېواد استخباراتي اداره ISI د افغان دولت له وسله والې مخالفې ډلې سره مرسته کوي او افغانستان ته يې د ترهرګرۍ او ځانمرګي بريدونو لپاره ورلېږي.
د پاکستان د سياسي او افغان چارو کارپوهان بيا په دې باور دي، چې ترڅو پورې د افغانستان پولې ته څېرمه په قبايلي سيمو کې د نړېوالو ترهګرو ځالې موجودې وي، په افغانستان کې به ترورېستي پښې دوام ولري او په وينا يې پاکستان ته پکار دي، چې له په دغو سيمو کې د سخت دريځه وسله والو مرکزونه له منځه يوسي.
راپور: ذبيح شفق