د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۴

روسیې، هند او چین د تروریزم ضد هڅو په اړه خبرې وکړې

روسیې، هند او چین په افغانستان کې د تروریزم ضد هڅو په اړه خبرې وکړې.

د درې واړوهېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په نوي ډیلي کې په غونډه کې افغانستان د سیمې لپاره یوه لویه اندیښنه وبلله او ویې ویل چې؛ نړېواله ټولنه باید په دې هېواد کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو د مخنیوي لپاره نور اقدامات وکړي.

د هند، چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان روان حالات د سیمې لپاره د لویې اندیښنې وړ وبلل او موافقه یې وکړه چې؛ په خپلو کې به د تروریزم ضد هڅو په برخه کې همکاري پراخوي.

دوي همدا راز له نړېوالې ټولنې هم وغوښتل چې؛ له افغانستانه د امنیتي ګواښونو د خپریدو د مخنیوي لپاره نور اقدامات وکړي.

د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار وکړ اوس چې؛ افغانستان د انتقال په مهمه مرحله کې دی او له دې هېواده نړېوال ځواکونه وتلو ته تیاری نیسي، د ناوړه وضعیت د مخنیوي لپاره باید هلې ځلې پراخې شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید له خپلو سیالانو د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو وانګ ایي او سرګې لاوروف سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دوي د افغانستان او د تروریزم د مخنیوي په اړه په مشخصو اقدماتو خبرې وکړې وویل:

دوي د تروریزم په وړاندې د مبارزې په اړه ډیرې ګټورې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې؛ موږ غواړو په ګډه د مخدره موادو د سوداګرۍ په وړاندې چې د تروریزم په څیریولوی ګواښ دی او په واقعیت کې له تروریزم سره له مالي پلوه او هم په نورو مختلفو ډولونو مرسته کوي، هلې ځلې وکړو.

د فارن پالیسي خپرونې په وینا د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل، افغانستان د چین، روسیې او هند په ګډون د سیمې د هیوادونو لپاره د لویې اندیښنې وړدی.
د هغه په وینا دوی د امن او ثبات لرونکي، متحد افغانستان چې پرمختګ وکولای شي، غوښتونکي دي. د چین د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، موږ تل د یوه خپلواک، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا لرونکي افغانستان درناوی کړی او په دی برخه کې د نړیوالې ټولنې مرستې ته هم اړتیا لري.

هغه وویل، په درېیو برخو کې ریښتینو هڅو ته اړتیا ده: د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت ډاډ حاصلول، د افغانانو په مشرۍ د سیاسي روغې جوړې ریښتینی ملاتړ او له افغانستان سره د نړېوالو مرستو د تنظمیم په چاره کې د ملګرو ملتونو د هڅو ګډ ملاتړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم په دې خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې؛ نړېواله ټولنه باید له افغانستانه د امنیتي ګواښونو د خپریدو دمخنیوي لپاره نوراقدامات وکړي.

د یوې سرچینې په حواله روسیې دغه رازله افغانستانه د تروریزم د خپریدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او درې واړو وزیرانو د شانګهای د همکارۍ د سازمان په چوکاټ کې د تروریزم ضد سیمه ییزو هڅو په اړه خبرې وکړې.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG