د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

د پکتیکا امنیې قومندان څارنوالۍ ته معرفي شوی


د کورنیو چارو وزارت وایي چې؛ د پکتیکا امنیې قومندان دولت ځدراڼ یې د تحقیق لپاره لویې څارنوالۍ ته معرفي کړی.

په ښاغلي ځدراڼ تور پورې شوی چې؛ د پکتیکا ولایت اړوند ځینې تجهیزات یې په خپل سرکابل ته انتقال کړي.

که څه هم لویې څارنوالۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلی، خو د پکتیکا محلي چارواکي وایي چې ددې ولایت د امنیې قومندان د درملنې لپاره هند ته تللی.

د کورنیو چارو وزارت یوه معتبره سرچینه وایي چې؛ د پکتیکا د امنیې قومندان هغه تجهیزات په خپل سرکابل ته انتقال کړي چې؛ د ایساف له خوا دې ولایت ته ورکړل شوي وو.

دې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل چې؛ د کورنیو چارو وزیر د پکتیکا د امنیې قومندان دولت ځدراڼ د تحقیق لپاره لویې څارنوالۍ ته معرفي کړی دی.

که څه هم دې سرچینې مشخصه نه کړه چې؛ ښاغلي ځدراڼ څه ډول تجهیزات د کورنیو چارو وزارت له مشورې پرته کابل ته انتقال کړي، خو وې ویل چې دوي به دا موضوع په پوره ډول تعقیب کړي.

هڅه مو وکړه چې؛ د دې موضوع په اړه د لویې څارنوالۍ نظر واخلو، خو د ویاند په ګډون یې څو نور چارواکي په دې اړه خبرې کولو ته حاضر نه شول.

د لویې څارنوالۍ له فساد سره د مبارزې د پوځي برخې مسولینو وویل چې؛ دا موضوع حساسه ده او نه غواړي چې؛ له وخته مخکې یې په اړه خبرې وکړي.

دوي وویل، که چېرې دوي د تورن کس له نیولو مخکې د هغه په اړه خبرې وکړي، ممکن تورن کس په تیښتې بریالی شي.

د پکتیکا چارواکي بیا وایي چې؛ د کورنیو چارو وزارت د دې اقدام په اړه خبر نه دي.

د دې ولایت د والي ویاند مخلص افغان د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې؛ د امنیې قومندان دولت ځدراڼ له پنځو ورځو را په دې خوا د درملنې په خاطر هند ته تللی.

دولت ځدراڼ له شااوخوا څلورو کلونو راهیسې د پکتیکا د امنیې قومندان په توګه دنده ترسره کوي.

ځدراڼ پر ده د لګیدلو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

تراوسه معلومه نده چې پولیس به څه وخت د پکتیکا امنیې قومندان لویې څارنوالۍ ته وسپاري، خو له دې وړاندې داسې لیدل شوي چې عدلي او قضایي ارګانونو د لوړپوړو چارواکو د دوسیو په څیړلو کې جدیت نه دی کړی.

د پکتیکا په ګاونډ غزني کې بیا د والي سکرتر د ولایت د کارکوونکو له معاش څخه یوڅلویښت زره ډالر تښتولي.

د غزني د ولایت د مقام یوه چارواکي د نوم د نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د والي سکر تر له څلورو ورځو راهیسې لادرکه دی.

له فساد سره د مبارزې د عالي ادارې پخواني مشر عزیزالله لودین څه موده وړاندې ازادي راډیو ته وویل چې د لوړپوړو کسانو د فساد په اړوند لسګونه دوسېې دا مهال په لویې څارنوالۍ کې دي، خو همداسې بې برخه لیکه پاته دي.

له فساد سره د مبارزې عالي ادارې او لویې څارنوالۍ څو میاشتې وړاندې وویل چې د لوړ پوړو کسانو د دوسیو څیړلو ته یوه ګډه کمیټه جوړوي، خو د راپورونو له مخې تراوسه په دې کار هم نه دي بریالي شوي.

راپور: اسدالله "لودین"
XS
SM
MD
LG