د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

رحیمي: د ۶۰۰۰ بېوزله کورنیو لپاره د چرګانو واړه فارمونه جوړوو


د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې؛ د شپږ زره بېوزله کورنیو لپاره د چرګانو واړه فارمونه جوړ کړي.

یکشنبې په ورځ د کرنې وزیر د دې پروژې تړون له څلور خصوصي شرکتونه سره لاسلیک کړ.

چارواکي وايي چې؛ څوکاله وړاندې یې په ټول هېواد کې د ازموینې لپاره د چرګانو واړه فارمونه جوړ کړي و، چې له ځینو ستونزه سره سره یې ښه او ګټوره نتیجه ورکړې.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدراۍ وزیراصف رحیمي وايي، د همدې هڅو په دوام د نړېوال بانک په پنځه عشاریه نهه ملیونه ډالرو مرستې سره شپږو زور کورنیو ته نور واړه فارمونه هم جوړیږي.

ښاغلي رحیمي وویل چې؛ په دې سره به یو شمېر خلک یا ښځې کار پيدا کړي:

"اهمیت یې دا ده چې دغه پروژه په ځانګړې توګه د ښځو لپاره په کور کې دوی ته دعایداتو منبعه ګرځي او کورنی اقتصاد تقویه کیږي هغه تشته چې دچرګانو دغوښو په حصه کې په افغانستان کې موجوده ده هغه له دې سره ډک کیږي."

هغه وویل چې؛ په دې پروژې کې به هره کورنۍ په اول سر کې د میاشتې درې زره افغانۍ عاید ولري او د وخت په تیریدو سره به یې دا ګټه شلو زرو افغانیو ته پورته شي.

دې کورنیو ته چورګوړي، دانه او واکسین یې د څلورو هغو خصوصي شرکتونو له خوا ورکول کیږي چې؛ د یکشبنې په ورځ ورسره قرارداد وشو.

هغه موسسې چې؛ پخوا یې دا ډول پروژې تطبیق کړې وايي، هغه نیمګړتیاوې په پخوانیو پروژو کې موجودې وې په اوسنۍ پروژه کې حل شوې دي.

د افغانستان د بیارغونې د سلام موسسې مشر وايي، هرې کورنۍ ته به ۳۰ چورګوړي له ۱۸ میاشتني خوراک او واکسیونو سره ورکړل شي، ښاغلي عبدالمطلب وايي:

"د دې پروژې ښه والی دا ده، چې د دې پروژې سټاپ ټولې ښځې دي، موږ پنځلسو ښځو ته په یوه ګروپ کې دکارموندنې زمینه برابره کړې ده، دوی ته په لومړي سرکې روزنه ورکول کیږي بیا وروسته داړتیا وړ مواد د۱۸ میاشتو لپاره لکه غله دانه،واکسین او داوبه خوار سامانونه ورکول کیږي."

د افغانستان د کرنې،اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، اوس مهال افغانستان هره ورځ په زرګونه ټنه د چرګانو غوښه او په میلیونه هګۍ له برازیل او ګاونډیو هېوادونو څخه را واردوي.

که څه هم اوس په ځینو ولایتونو کې د چرګانو فرمانونه جوړ شوي خو خلک شکایت کوي چې اوس هم افغانستان د ضرورت ډيره غوښه له بهره راځي او په هیواد کې دننه کافي فارمونه نه دي جوړ شوي.

راپور :رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG