د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۰

عراق په خپلو ګاونډیانو کې یوازې له سعودي سره ستونزه لري


د عراق صدراعظم نوري المالکي پر سعودي عربستان تور لګولی چې؛ د دوی په وړاندې د ګاونډي په توګه دوستانه چلند نه لري.

صدراعظم نوري المالکي په بغداد کې د ازادي راډيو خبریال ته په ځانګړې مرکه کې وویل؛ د خپلو ګاونډیو په منځ کې یوازې د سعودي عربستان سره ستونزې لري.

"موږ د سعودي عربستان پرته د خپلو ګاونډيو هېوادود حکومتونو سره ستونزه نه لرو. سعودي عربستان خپله دا انتخاب کړی چې؛ د عراق ملګرتیا ونه کړي. خو عراق د سعودي عربستان سره دوستانه روابط غواړي. موږ د چا سره سرحدي یا منطقوي ستونزې نه لرو او نه هم د خپلو ګاونډیو هیوادو په کورنیو مسایلو کې ښکیل یو."

د عراق صدراعظم نوري المالکي تیره اونۍ واشنګټن ته ترتګ وروسته اعلان وکړ چې؛ د اړیکو د ښه کولو لپاره به په نږدې راتلونکې کې سعودي عربستان ته ولاړ شي؛ خو دقیقه نیټه یې نه ده ورکړې.

د نورو مسایلو ترڅنګ، د سوریې او ایران په وړاندې د دواړو هېوادو دریځ د بغداد او ریاض په اړیکو کې ستونزې زیاتې کړې دي.

د عراق صدراعظم نوري المالکي په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم ملاتړ کوي او د ایران د شیعه حکومت سره ښې اړیکې لري.

په وروستیو کې د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو پر نوري المالکي انتقاد وکړ او تور یې پرې ولګاوه چې، په عراق کې پر فرقه تبعیض ولاړه، استبدادي اجنډا عملي کوي.

د امریکا د کانګرس د دواړو ګونډو د غړو یوې ډلې غوښتنه وکړه چې؛ د مالکي د حکومت سره راتلونکې امنیتي همکارۍ او د وسلو معاملې باید په پالیسیو کې په داسې بدلون پورې وتړل شي چې؛ سني عراقیانو ته په سیاسي چارو کې د برخې اخیستو زیاته زمینه برابره کړي.

په همدې خاطر د امریکا د کانګرس د دواړو خونو د بهرنیو اړیکو کمیټو عراق ته د اپاچي (AH-64) هلي کوپټرو د ورکولو معامله رد کړه.

خو د عراق صدراعظم نوري المالکي ازادي راډیو ته وویل؛ فکر کوي چې بلاخره به د ټولو معاملو د ترسره کولو لپاره د واشنګټن د چارواکو تایید تر لاسه کړي:

"زه د جمهور رییس اوباما، د هغه د مرستیال او د دفاع د وزیر سره د خپلو لیدنو او خبرو پر بنا باور لرم چې، د اپاچي هليکوپټرو د اخیستلو په اړه موافقه په اصل کې شته؛ خو اوس ځنډول شوې ده. "

نوري المالکي ویلي، عراق د اسلامپالو افراطي ډلو او تروریزم په وړاندې په مبارزه کې مخکښ رول لري او ټینګار یې کړی چې، د عراق ثبات د ټولې سیمې د ثبات په معنی دی.
XS
SM
MD
LG