د بریتانیې پوځي محکمې پرون (جمعه) د دې هیواد د شاهي (سلطنتي) سمندري ځواکو یو عسکر په افغانستان کې د یوه ناپيژندل شوي وسله وال زخمي په قتل محاکمه کړ.
دا اول وار دی چې، د بریتانیې د پوځي ځواکو یو عسکر د افغانستان په جګړه کې په داسې تور محاکمه او بیا مجرم ګڼل کیږي.
رویټرز خبري اژآنس وايي، پيښه په ۲۰۱۱ (میلادي) کال په هلمند کې شوې ده.
د دې خورد ضابط هویت پټ ساتل شوی دی.
محکمې دوو نورو بریتانوي عسکرو ته چې په همدې پيښه کې په لاس درلودو تورن شوي وو؛ برآت ورکړی دی.
رویټرز وايي، د بریتانې د "ولتشر" سیمې په پوځي محکمه کې د پيښې ټول جزیات قاضي ته وړاندې شول.
ویل شوي چې، په هلمند کې د ګزمې پر عسکرو د وسله والو تر یوې حملې وروسته؛ د سمندري ځواکو دې خورد ضابط یو نا څرګند وسله وال چې د اپاچي هليکوپټر په ډزو کې زخمي شوی و؛ وژلی دی.
د بریتانې د شاهي سمندري (مرین) ځواکو دې مجرم پيژندل شوي خورد ضابط؛ د ډیر لنډ واټن څخه پر زخمي وسله وال د توپانچې (تفنګچې) ډزې کړې دي.
دا صحنه د یوه بل بریتانوی عسکر په پوځي خولۍ کې کمرې ثبت کړې وه او ویډیو یې د پنجشنبې په ورځ د محکمې په خونه کې ولیدل شوه.
رویټرز وايي، د محکمې قاضي وروسته حکم وکړ چې؛ د دې ویډیو د خپرېدو مخنیوی وشي؛ څو د قاضي په وینا، د تبلیغاتو لپاره منفي استفاده ورڅخه ونه شي.
د رویټرز په وینا، په ویډیو کې د سمندري قواوو د دې عسکر غږ اورېدل کیږي چې؛ پر زخمي وسله وال تر ډزو وروسته یې ویلي:
"دوستانو، معلومه ده چې دا سړی به هیڅ چېرته هم راڅخه ولاړ نه شي."
دا بریتانوی خوردضابط بیا وروسته وايي: "ما یوازې د جنیوا کنوانسیون مات کړی دی."
محکمې ته هغه یادداشت هم د ثبوت په توګه وړاندې شو چې؛ د پيښې په ځای کې درېیم عسکر لیکلي وو.
د بریتانیې د شاهي سمندري ځواکو د عمومي قوماندانۍ مرستیال ډګرمن "بل دانهام" ویلي:
"د دغه زخمې وسله وال افغان وژل یوه ویرونکي او ټکان ورکونکي تیروتنه ده."
د بریتانې د دفاع وزارت خبرپاڼه د ډګرمن "ډانهام" په حواله وايي، دا پيښه باید نه وای شوی او هیڅ کله باید تکرار نه شي.
دا درې بریتانوي عسکر چې دوو ته یې محکمې برآت ورکړ؛ په ۲۰۱۲ (میلادی) کال کې نیول شوي وو او محاکمه یې په اګست کې پيل شوې وه.
د بریتانې د شاهي سمندري ځواکو خوردضابط چې د (A) په نوم بلل کیږي ښايي په ابدي حبس محکوم شي.