د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۴

استرلیا ته د افغانوغیرقانوني مهاجرتونه به ناوړې پایلي ولري

په کابل کې د اسټرالیا سفارت خبرداری ورکوي چې؛ دغه هېواد ته د افغانو غیر قانوني مهاجرتونه به ناوړې پایلي ولري او دمهاجرو په توګه به هم ونه منل شي.

په کابل کې د اسټرالیا سفیر له افغان ځوانانو غواړي چې؛ په غیر قانوني توګه استرلیا ته له مهاجرته لاس واخلي.

جان فلیپ له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل چې؛ د دې هېواد د نوي قانون په اساس هغه کسان چې قاچاقي توګه اسټرالیا ته ځي د کډوال په توګه نه منل کیږي او بیرته له دې هیواده ویستل کیږي.

د ښاغلي فلیپ په وینا ډیری هغه کسان چې؛ په قاچاقي ډول اسټرالیا ته سفر کوي په لارو کې په بیلابیلو پیښو کې مړه کیږي.

نوموړي په ټينګار سره وايي چې؛ افغان ځوانان د دې پرځای چې قاچاق وړونکو ته پیسې ورکوي باید د خپل هېواد راتلونکي ته کار وکړي:

"افغانستان ته دغه یوه خطرناکه مسله ده چې خپل یو ډير شمیر وګړي پدې لاره کې له لاسه ورکوي،هغه کسان چې ښه راتلونکی غواړي باید خپلې پیسې د قاچګرو پرځای دخپلي کورنۍ پرمختګ لپاره ولګوي،مونږ له ټولو افغانانو غواړو چې؛ خپل هیواد کې ژوند وکړي او په هیواد کې دننه سرمایه ګزاري وکړي او د افغانستان راتلونکي ته ژمن و وسي."

خو په عین حال کې ښاغلي فلیپ وايي، هغه کسان چې غواړي په استرلیا کې واوسیږي، له قانوني لارو هم هلته تلای شي.

د نوموړي په وینا اسټرالیا هرکال په قانوني ډول له ټولې نړۍ څخه 120 زره مهاجرمني په داسې حال کې چې هرکال ښايي له لسو تر زرو کسان استرلیا ته په غیر قانوني توګه ځان ورسولای شي.

په تیرو څو کلونو کې هغه افغانان چې په قاچاقي ډول له هیواد څخه بهر تللي ، اکثره یې په لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د ځنیو ریپوټونو په اساس ځینې قاچاق وړونکي له پولیسو سره د مخامخ کیدو پرمهال دغه کسان په سیند کې لاهو کړي.

له بلې خوا په کابل کې یو شمیر افغان ځوانان وايي، که چیري افغان دولت خلکو ته د کار زمنیه برابره کړي نو دیته به خلک حاضر نشي چې افغانستان پریږدي.

راپورونه وايي چې؛ په نړۍ کې اوس تر ټولو ډیر مهاجر له افغانانو څخه دي.

ناامني، بې کاري او اقتصاي ستونزې د دې مهاجرتونو عمده عوامل په ګوته کیږي.

یو شمېر افغان کارپوهان ټينګار کوي چې؛ د افغانستان دولت باید د یوه منظم او موثره میکانیزم له لارې افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي او د غیر قانوني مهاجرتونو څخه مخه ونیسي.

راپور: ناجیه ساپۍ
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG