د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

امرخیل: رسنۍ باید د انتخاباتي مبارزو پر مهال خپله بې طرفي وساتي


د افغانستان د انتخاباتوخپلواک کمیسیون له رسنیو غواړي چې؛ په راتلونکو انتخاباتو کې د کوم کاندید په ګټه او زیان تبلیغ ونه کړي.

د دې کمیسیون د دارالانشا رییس د پنجشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې؛ رسنیو ته په کار ده چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په راتلونکو انتخاباتو کې خپله بې طرفي وساتي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له رسنیو غواړي چې؛ د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال خپله بې طرفي وساتي او د انتخاباتو په اړه د عامه پوهاوۍ په برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي.

د دې کمیسیون د دارالانشا رییس ضیاالحق امرخیل وایي چې؛ له نا امنۍ وروسته د انتخاباتو د پروسې په هکله د خلکو بې خبري لویه ستونزه ده او رسنۍ کولای شي د دې ستونزې په حل کې مهم رول ولوبوي.

ښاغلي امرخیل د ډموکراسي انټرنشنل له خوا د رسنیو ترمنځ د انتخاباتي قوانینو په یوه بحث کې وویل چې؛ رسنۍ باید د انتخاباتي مبارزو پر مهال موجود اصول او قوانین په پام کې ونیسي:

"رسنۍ ډیر لوی مسوولیت لري چې؛ باید ترسره یې کړي هغه د کوم ځانګړي کاندید په ګټه او خلاف کمپاین نه کول دي.

د رسنیو مسوولانو چې د انتخاباتو له خپلوا کمیسیون سره کومه ژمنه کړې زموږ غوښتنه دا ده چې؛ باید هغه عملي کړي".


ښاغلي امرخیل ټینګار وکړ چې؛ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نشي کولای چې د رسنیو، مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو له همکارۍ پرته انتخابات په شفاف ډول ترسره کړي.

هغه هیله وښوده چې؛ رسنۍ خلکو ته د انتخاباتو په اړه پوهاوی ورکړی او له مدني ټولنو سره په هماهنګۍ له راتلونکو انتخاباتو څخه د بې طرفۍ په ساتلو سره ټینګه څارنه وکړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې؛ د قانون له مخې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو کاندیدان باید د دلوې د میاشتې په دیارلسمه او د ولایتي شوراګانو کاندیدان د حوت په دیارلسمه نیټه خپل رسمي کمپاینونه پیل کړي.

خو ځینې داسې شکایتونه شته چې؛ د فیسبوک او ټویټر د ټولنیزو شبکو په ګډون په ځینو خصوصي رسنیو کې د ځینو کاندیدانو په ګټه لا له مخکې نه تبلیغات پیل شوي.

خو نۍ یا په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره وایي چې؛ له ټاکلي وخت نه مخکې د ځینو کاندیدانو په ګټه د رسنیو له خوا تبلیغات او کمپاینونه د اصولو خلاف دي.

د دې ادارې اجرایوي رییس صدیق الله توحیدي ازادي راډیو ته وویل چې؛ دولتي رسنۍ باید له خصوصي رسنیو نه د انتخاباتي مبارزو پر مهال بې طرفي ډیره وساتي:

"رسنۍ مسوولیت لري چې؛ د خبري سرویس پر مهال بې طرفي او توازن په پام کې ونیسي، خو یو څه چې ډیر مهم دي هغه دا چې د دولتي رسنیو مسوولیت د خصوصي رسنیو په مقایسه زیات دی ځکه چې دولتي رسنۍ د افغانستان د ټولو خلکو ملکیت دی.

رسنۍ مکلفې دي چې؛ هغه اصول مراعات کړي چې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره یې د عملي کولو ژمنه کړې".


د انتخاباتي مبارزو پرمهال د رسنیو بازار ډیر ګرم وي او داسې شکایتونه شته چې یو شمېر خصوصي رسنۍ په تیره چې سیاسي ګوندونو او اشخاصو پورې تړاو لري د ځینو ځانګړو کاندیدانو په ګټه تبلیغات کوي.

څیړونکي وایي چې؛ له وخت نه مخکې د انتخاباتي کمپاینونو مخه باید ونیول شي او رسنۍ باید یوازې د خلکو د پوهاوي پر مسالې تمرکز وکړي نه د کوم ځانګړي کاندید په ګټه کمپاین او تبلیغاتو ته.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG