ټاکل شوې ده چې؛ د تاجکستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدایي نتیجې په سیمه ییز وخت نن سهار اعلان شي.
پرون چې؛ کله د رايي ورکولو مرکزونه وتړل شول داسې راپورونه خپاره شول چې؛ په ځینو مرکزونو کې ګډوډۍ وې.
خو د تاجکستان د انتخاباتو د مرکزي کمسیون مشر شیرمحمد شاهیان په مرکز دوشنبې کې د دې انتخاباتو د مشروعیت په اړه وویل:
"د تاجکستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې اته شپیته فیصده خلکو چې نومونه یې ثبت کړي و برخه واخیسته. نو دا انتخابات سم ترسره شوې دي"
د تاجکستان په انتخاباتو کې څلور میلیونه کسانو د رایي ورکولو حق درلود.
تمه ده چې امام علي رحمان به بیا هم انتخابات په ستر توپیر وګټي او ولسمشر به پاتې شي. له امام علي رحمان سره په دې انتخاباتو کې پنځو تنو نورو ځانونه کاندید کړې وو چې مشهور کسان نه دي.
د ازادي راډيو د تاجک څانګې خبریالان وایي، چې په ځینو مرکزونو کې دوی خلک لیدلې دي چې څو څو ځلي یې رایي ورکړې دي.
د تاجکستان په جنوب کې د وحدت په نوم سیمه کې مثلا څو ښځو بیا بیا رایي ورکړې او د انتخاباتو مسوولانو دغو میرمنو ته څه نه ویل.
د وحدت په سیمه کې یوې ښځې د خپلې کورنۍ د غړیو پر ځای لس ځله رایي واچولې:
"دا رایه زما د میړه لپاره ده. دا زما خپله ده او دغه رایي زما د زامنو او نږندو لپاره دي. هغوی دلته نه شته. دوی ټول کارونو ته تللی دي"
د اروپا د امنیت او همکاري سازمان په جولای کې یو راپور خپور کړی و او په هغه کې یې انتقاد کړی و چې په تیرو انتخاباتو کې ګڼې داسې پیښې رامنځته شوې وې چې څو ځله یو تن رایي ورکړي او تاجکستان باید په راتلونکو انتخاباتو کې دغه قانوني ستونزه هواره کړي.
د پرونیو انتخاباتو تر ترسره کیدو وروسته د تاجکستان د انتخاباتو د مرکزي کمسیون مشر شاهیان وویل:
"د ولسمشرۍ د انتخاباتو بهیر له اساسي قانون او نورو قوانین سره سم وو.
موږ له خپلو خلکو او څارونکو هیڅ ډول شکایت نه دی اوریدلی"
د تاجکستان د انتخاباتو بهیر د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان، د ګډو ګټو خپلواکو هیوادو او د شانګهای د همکارۍ د سازمان له لورې او همداراز د حکومت پلوه ګوندونو له خوا څارل کیده.
د تاجکستان اپوزسیون ګوند سوسیال ډیموکرات په دې انتخاباتو کې برخه وانه خیسته او بایکاټ یې کړل.
یو شپیته کلن امام علي رحمان له نژدې یو ویشت کلونو راهیسې په تاجکستان کې ولسمشر دی او د هغه ملاتړي دی ستایي چې په هیواد کې یې سوله او امنیت ټینګ کړي دي.
خو د امام علي رحمان مخالفان بیا هغه تورنوي چې اپوزسیون یې څنډې ته کړی، د رسنیو ازادي یې محدوده کړې او د هیواد اقتصادي وضعیت د ده د واکمنۍ پر مهال خراب دی.