د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۶

"په ایران کې ۸۴۰ زره افغان مهاجر نه دي هیر شوي"


د ملګروملتونو د کډوالو د ادارې یوه لوړ پوړې چارواکې وایي، نړۍ تر ډیره د سوریې پر کډوالو تمرکز کړی خو په ایران کې افغان مهاجرین هم له پامه نه دي غورځول شوي.

په ایران کې ۸۴۰ زره افغان مهاجر نه دي هیر شوي. دغه ټکی د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمیشنری یوې چارواکې بیان کړ.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې د کډوالو د عالي کمیشنیرۍ د عملیاتو د چارو مرستیالې جانت لیم وویل چې؛ په اوس وخت کې ټولې نړۍ د سوریې پر بحران تمرکز کړی، خو زیاته یې کړه چې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ باید وښیي چې؛ په ایران کې میشت افغان کډوال یې نه دي هیر کړي.

لیم دا څرګندونې له تهران څخه د درې ورځنۍ کتنې په پای کې وکړې.

میرمن لیم وویل، ایران په تیرو دیرشو کلونو کې په دې هېواد کې د یو زیات شمېر افغان کډوالو د اوسیدو په چاره کې زیاته همکاري کړي خو خبرداری یې ورکړ چې؛ افغانان تر اوسه پورې په تیره بیا د روغتیایي خدمتونو او د کارد نشتوالي په برخو کې له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي.

د دی چارواکې په وینا UNHCR هڅه کوی چې له هغو مهاجرینو سره چې د روغتیایي خدماتو په برخه کې ستونزې لري مرسته وکړي او د روغتیایي بیمې د نوي سیستم له لارې یې چې په ۲۰۱۲ کال کې رامنځ ته کړی، توانیدلي چې تراوسه دوه سوه زره ناروغ مهاجرو ته روغتیایي خدمات ورسوي.

د فرانسپرس په وینا د ۲۰۱۳ کال له پیل راهیسې ۶۴۰۰ افغان مهاجرپه خپله خوښه بیرته وطن ته ستانه شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمیشنرۍ دې چارواکي وویل، هرافغان چې غواړي په خپله خوښه بیرته افغانستان ته ستون شي، دا اداره ورسره د یونیم سل امریکایي ډالرومرسته کوي.

د میرمن لیم په وینا پردی سربیره دوی کولای شي چې د روغتیایي، ښوونی اوروزنی او د کارموندنی په پروګرامونو کې ګډون وکړي.

په ایران کې د ملګروملتونو استازی برنارد دویلی وویل، دا ډول پروګرامونه خپل وطن ته د افغانانو په ستنولو کې مهم ګڼل کیږي.

د راپور له مخې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له ړنګیدو دولس کاله وروسته افغانستان تر اوسه پورې یو له هغو هېوادونو دی چې؛ تر ټولو زیات وګړي یې په بهرنیو هېوادونو کې په مهاجرت کې ژوند کوي.
XS
SM
MD
LG