د سوریې لپاره د ملګرو ملتو او عربي ټولنې استازی اخضر ابراهیمي په جینوا کې د سې شنبې په ورځ له جګپوړیو دیپلوماتانو سره د سوریې په اړه غونډه پیل کړه.
اخضر ابراهیمي د روسیې د بهرنیو چارو له مرستیال وزیرانو، ګینادي ګاتیلوف او میخاییل بوګدانوف،په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو له مرستیال وزیرې وینډي شیرمان او د سوریې لپاره د امریکا له سفیر رابرټ فورډ سره وکتل.
د تړلیو دروازو تر شا به په دې غونډې کې وروسته د ملګرو ملتو د امنیت شورا درې نور غړي هیوادونه، چین، فرانسه او بریتانیا هم ګډون وکړي.
د سوریې د ګاونډي هیوادو، عراق، اردن، لبنان او ترکیې استازي به هم په دې غونډه کې برخه واخلي اود عربي ټولنې استازی به هم پکې وي.
په عین وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري نن وویل چې دواړه لورې، د اسد رژیم او اپوزسیون باید په دې خبرو کې برخه واخلي:
« زه هیله لرم چې د سوریې حکومت، روسان، ایرانیان او نور هغه چې د سوریې د رژیم ملاتړ کوي دا تایید کړي چې د سوریې رژیم به چې کله جینوا ته راځي او د سوریې د شخړو د سوله ییز حل لپاره په خبرو کې برخه اخلي، خپل مسوولیت ادا کوي»
جان کري دا خبرې په وارسا کې وکړي او زیاته یې کړه چې د جینوا دوهم کنفرانس هدف د هغه پلانونو تطبیقول دي چې په سوریې کې یوه انتقالي حکومت ته لاره هواروي او په دې اړه تیرکال د سورې لپاره د جینوا په لومړي کنفرانس کې موافقه شوې وه.
د سوریې اپوزسیون ټینګار کوي چې په راتلونکې انتقالي حکومت کې اسد او د هغه رژیم باید ځای ونه لري. که څه هم دمشق دا خبره بیا بیا تکرار کړې ده چې اسد به په واک کې پاتیږي چې له دې سره د جینوا د دوهم کنفرانس اصلي وړاندیز تر سوال لاندې راځي.
د سوریې د اطلاعاتو وزیر عمران الزوبي د دوشنبې په ورځ وویل، موږ به جینوا ته د دې لپاره ولاړ نه شو چې واک وسپارو او که خبره دغه وي نو پکار و چې په دمشق کې مو واک سپارلی وی او د الوتکې د ټکټ پیسې مو هم سپمولې وای.
بل لور ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ټینګار وکړ چې د سورې د سولې په خبرو کې باید هرو مرو ایران ته بلنه ورکړل شي:
« هغه ټول لورې چې د سوریې پر وضعیت تاثیر لري باید دې کنفرانس ته دعوت شي. چې په دې کې د سوریې ټول ګاونډیان راځي، په دې کې د فارس خلیج تقریبا ټول هیوادونه راځي، په دې کې یوازې عرب هیوادونه نه شاملیږي ایران هم پکې دی. په دې کې د ملګرو ملتو د امنیت شورا دایمي غړي او د ترکیې په څیر نور هیوادونه هم شاملیږي»
لاوروف وروسته تر دې دا خبرې وکړې چې د سوریې د اپوزسیون ډلې ملي ایتلاف مشر احمد جربا وویل، که تهران د جینوا په دوهمه غونډه کې برخه اخلي د دوی ډله به ګډون پکې ونه کړي.