د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۰

بارکزۍ: حکيم الله محسود په افغان سوله کې رول نه درلود


بارکزۍ
بارکزۍ
افغان ولسمشرحامدکرزی هیله څرګنده کړې چې د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله محسود وژل کېدل به د افغانستان د سولې هڅې زیانمنې نکړي.
د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود د تیرې جمعې په ورځ په شمالي وزیرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.
ځیني کارپوهان هم اندېښنه ښيي چې د مسعود وژل کیدل ښايي د افغانستان د سولې بهیر ته زیان ورسوي، خو د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد ویلي چې د پاکستاني طالبانو د مشر وژل کیدل به پر افغان طالبانو ډير تاثیر ونه لري.
د دې متناقضو ویناوو هدف څه دی او په دې دواړو هېوادونو کې د سولې روانې هڅې کوم اهداف لري. په دې اړه احمدتکل د ولسي جرګې له غړې شکریې بارکزۍ سره مرکه کړې.
مېرمن بارکزۍ د مرکې په پیل کې د ولسمشرکرزي د څرګندونو په اړه خپل نظر داسې څرګند کړ:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:27 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG