د سولې عالي شورا وايي له هغې ورځې چې يې په مشرۍ له وسله والو مخالفانو سره د سولې خبرې پيل شوي، دغه بهير اوس هم روان دى او هېڅ ډول خنډ په کې نه دى راغلى.
د سولې عالي شورا دغه خبرې وروسته له هغې وکړې چې؛ د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي وويل چې؛ له وسله والو طالبانو سره د سولې هڅې بايد مخکې پيل شوې واى.
جيمز ډابينز پرون په لندن کې وويل چې؛ دغو خبرو به د ډېرو کسانو د وژل کېدو مخه نيولاى، سخت دريځي وسله وال به يې نور هم کمزوري او د سولې پروسه به يې نوره هم ګړندۍ کولاى.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي جېمز ډابينز وويل: ”په ٢٠٠٢م کال کې موږ ګڼې تېروتنې وکړې“
د ده اشاره هغه وخت ته وه، چې د امريکا په مشرۍ بريالي يرغل طالبان د سپټمبر د يوولسمې د بريد په ځواب کې له واک څخه ليرې کړي وو. پر امريکا هغه بريد د القاعده شبکې مشرانو پلان کړى و، چې په افغانستان کې دېره وو.
جيمز ډابينز وويل: ”فکر کوم دا به احتمالاً يوه تېروتنه وه چې تر ٢٠١١م کاله پورې د سولې او پخلاينې هڅې وځنډول شوې“
د افغانستان د سولې عالي شورا هم د جيمز ډابينز د څرګندونو هرکلى وکړ، د دې شورا وياند مولوي شهزاده شاهد له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، له هغې ورځې چې دغه شورا جوړه شوې، تراوسه د سولې هڅې او خبرې له خنډ سره نه دي مخامخ شوي:
د افغانستان د سولې عالي شورا په ٢٠١٠م کال کې جوړه شوه، چې په ٦٨ غړو کې يې ٨ تنه مېرمنې وې. وسلوالو طالبانو په وار- وار له افغان حکومت سره په مستقيم ډول د سولې له خبرو انکار کړى دى.
په افغانستان کې د سولې او پخلاينې په اړه د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ښاغلي ډابينز دا هم وويل چې د طالبانو هغه غړي چې له جنګ څخه لاس اخلي، تر نويو شرايطو لاندې فعاليت کوي او د افغانستان اساسي قانون مني بايد ډېر وختي د سولې په پروسه کې راګډ شوي واى.
جيمز ډابينز وويل، په ٢٠٠٣م کال کې چې ډېر مهم وخت هم و پر عراق بريد د امريکا پام له افغانستان څخه واړاوه او طالبانو ته يې وخت ورکړ، چې بيا سره منسجم شي او پيسې لاسته راوړي.
ډابینز په تېر سپټمبر میاشت کې وویل، واشنګټن لاهم هیله لري چې وسله وال طالبان به د افغانستان د حکومت د سولې د هڅو په لړ کې له امریکا سره مستقیمې خبرې وکړي.
په تېره جون میاشت کې طالبانو له امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې یو دفتر پرانیست خو دا خبرې لا پیل شوې نه وې چې د افغان حکومت د اعتراض له وجې وځنډېدې.