په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني وايي، پاکستان په رښتیا غواړي چې؛ پر افغانستان خپلې غوښتنې تحمیل کړي، خو افغانستان د بل هر هېواد په څېر ورسره مخالف دی.
ښاغلي حقاني په خپل نوي کتاب کې چې سرلیک یې دی، پاکستان، متحدایالات او د ناوړه تفاهم حماسي تاریخ، پردې ټینګار کړی چې د امریکا پوځي حضور کولای شي په افغانستان کې په راتلونکې کې د کورنۍ جګړې مخه ونیسي.
په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني وايي، په خپل کتاب کې یې دا موضوع څېړلې ده چې؛ د امریکا او پاکستان ترمینځ له ډېرو تودو اړیکو سره سره ولې دا دواړه هېوادونه بیا هم له یوبل څخه لېرې دي.
حقاني وايي، اصلي مسئله دا ده چې؛ پاکستان تل په خپل ذهن کې دې خیال ته ځای ورکړی و، چې واشنګټن به د اسلام آباد هره غوښتنه مني، خو په حقیقت کې داسې ونشول او بیا به هم ونشي.
د حقاني په نظر امریکا هم ځان له دې تخیل سره بوخت ساتلی چې پاکستان ته د مرستو په ورکولو سره ښايي وکولای شي د پاکستان د امنیتي موسساتو خصلت او سلوک بدل کړي.
په متحدوایالاتو کې د پاکستان پخواني سفیر د ازادۍ راډیو له مشعل څانګې سره په مرکه کې د افغانستان په اړه هم خبرې وکړې.
ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به پاکستان څه وکړي وویل:
"پاکستان غواړي خپلې غوښتنې پر افغانستان تحمیل کړي، خو لکه څنګه چې پاکستانیان نه غواړي کوم بل هېواد خپلې غوښتنې پردوي تحمیل کړي افغانان هم دا نه مني.
پاکستان باید له افغانستان سره د دوستۍ د یوې نوې بڼې په اړه فکر وکړي.
دا اړیکي د افغانستان له هرحکومت سره دوستی کېدای شي نه یوازې له هغه حکومت سره دوستي چې خپلې غوښتنې پرې منلی شي.
زه اندېښنه لرم چې؛ په راتلونکي کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به پاکستانۍ اداره بیاهم هڅه وکړي چې خپلې غوښتنې د افغانستان پر راتلونکي حکومت ومني.
دې عمل هم زموږ افغانان وروڼه خواشیني کړي او هم به د پاکستان ګټو ته ضربه ورکړي."
په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر همدا راز په دې نظر دی چې د نړېوالو ځواکونو وتل د افغانستان او سیمې په ګټه نه دي:
"د امریکا محدود پوځي حضور به په راتلونکي کې د کورنۍ جګړې کندې ته د افغانستان د لوېدو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
دا زما نظر دی. خو متحد ایالات له افغانستانه د خپلو ځواکونو د اېستلو په اړه پرېکړه د خپلو ملي ګټو پر بنسټ کوي."
حقاني همدا راز وویل، په سیمه کې د طالبانو رامنځ ته کېدل چې د طالباني کېدو په یوه مفکوره بدل شوی د امریکا له پوځي حضور سره کومه اړیکه نه لري، ځکه طالباني کېدل د ۲۰۰۱ کال له سپټمبر مخکې هم په سیمه کې و، خو وروسته پراخ شوي دي.
حقاني ټینګار وکړ چې؛ ترهغه وخته چې د طالباني کېدو مفکوره وي نو هغه خلک به هم وي چې په هغه کې جذب شي، خو د ده په وینا د طالبانو هڅول او پیاوړي کول به پاکستان ترهېڅ ځایه ونه رسوي.