د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

په سوريه کې د کيمياوي وسلو ذخيرې ويجاړې شوې


د کیمیاوي وسلو د پراختیا د مخنیوي او څارنې نړیوالې ادارې پرون (پنجشنبه) وویل، په سوریه کې يې د کیمیاوي وسلو د تولید ټولې په نښه شوې ذخیرې او تاسیسات له منځه وړي دي.

د کیمیاوي وسلو د پراختیا د مخنیوي د نړیوال سازمان ویاند مایکل لوهان په هاګ کې خبریالانو ته وویل، د سورېې حکومت تر دې وروسته د کیمیاوي وسلود تولید توان نه لري.

رویترز خبري اژانس د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د نړیوالې ادارې په حواله وايي، پلټونکو او د کیمیاويي وسلو متخصصانو په سوریه کې د کیمیاوي وسلو ۲۳ تاسیسات او د تولید ساحې له مینځه وړي دي.

لوهان وويل :

د سوریې حکومت هغه پروسه بشپړه کړه چې موږ د لوازمو او د سارین ګاز د استفادې لپاره د ابو د ګډولو وسایل په کې شامل دي، په یومخیز ډول د کیمیاوی وسلو جوړولو د تاسیساتو له منځه وړل ورته وایو . په دې توګه سوریه نه شي کولای چې د نویو کیمیاوي وسلو د جوړولو لپاره مواد تولید کړي.

امریکا د روان کال د اګست په شلمه په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال د رپوټونو تر خپریدو وروسته پر دې هیواد د پوځي حملې د امکان ګواښ وکړ .

د امریکا لخوا تر خبرداري وروسته د سوريي ولسمشر موافقه وکړه چې د ۲۰۱۴م کال تر نیمايي به خپلې ټولې کیمیاوي وسلې، د کیمیاوي وسلو د تولید ځایونه او زیرمې له منځه وړي.

د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د نړیوال سازمان ویاندمایکل لوهان په هاګ کې وویل ، څارونکي يوازې ونه توانیدل چې دوه سیمې چې خطر زیات وو ، وګوري.

لوهان وویل، د سوریې رژیم نه شوای کولای چې دې سیمو ته د تګ په وخت کې د دوی د څارونکو ښه امنیت ټينګ کړي.
XS
SM
MD
LG